طنز

یو صدراعظم یوه ورځ یو وړکتون ته ورغی ، هلته يې هر څه له نظره تیر کړل بیا يې پوښتنه وکړه چې د دې ماشومانو د خوراک میاشتنی مصرف څومره دی!
هغوی ورته وویل چې ۴۰۰ ډالر!!!
امر يې وکړ چې دا ډیر زیات مصرف دی !
سر له سبا يې مصرف ۳۰۰ ډالرو ته کم کړئ!!!
بله ورځ یو زندان ته ورغی هلته يې پوښتنه وکړه چې د یو زنداني د میاشتې د خوراک مصرف څومره دی هغوی ورته وویل چې ۴۰۰ ډالر!!!
ورته يې وویلې چې دا خو بیخي کم دی!
دا مصرف ۸۰۰ ډالرو ته پورته کړئ!!
یو وزیر چې له ده سره ملګری و پوښتنه ورنه وکړه چې ولې مو د ماشومانو خوراک کم او د زندانیانو مصرف زیات کړ!!! صدراعظم ورته وویل:
څه فکر کوې چې د صدرآعظمۍ نه وروسته به مونږ وړکتون ته ځو څه!!!

 

الله نور سېلاب

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button