مثبت ګامونه

په وینو سور مثبت ګامونه اخلم
تیاري وهم څو مشـالونه اخلم

ورزنی کار مي دی ژغورل د خلقو
توره په لاس له چا سرونه اخلم

د یوې هوسا ورزي په لټه کي یم
ستړي ستومانه شبـګـیرونه اخلم

دشمن مي تېشته له کارتوسه کوي
زه یې له بم سره عکسونه اخلم

د ازادۍ زېـری بــه ژر ووینـې!
د شهـید مـوري قسـمـونـه اخلم

د شیـخ امېرالمؤمنـین عسکر یم
باغیـان وهـم ترې سنـګرونه اخلم

رازه رازه را سره مـل شه ځـوانـه!
فاتح وړانګین سپین بیرغونه اخلم

مــخ دي را واړوه را وخنــدېــږه
مستغني! نن دي تصـویرونه اخلم.

ملا سید حسن مستغني

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button