د ترکمنستان یوه جګپوړي هیئت له ملابرادر اخند سره پر اقتصادي پروژو او نورو موضوعاتو خبرې کړې

عزم(دوشنبه،۱۲، لړم ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي چې نن غرمه مهال یې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ورسره مل پلاوي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال”وفا حاجي‌اُف” سره په دوحه کې کتلي او په اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
طالب ویاند وایي: «په یاد ملاقات کې د بین الافغانی مذاکراتو په روان بهیر، د ټاپي پروژې د نوې مرحلې د تطبیق تامین او دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتوالي خبرې او بحثونه وشول.»

نوموړی زیاتوي، چې ددوی د سیاسي دفتر مشر د خپلو څرګندونو پر مهال ویلي چې «د ټاپي، اقینه بندر ریل ګاډی لین ، د ترکمنستان څخه د برق لین او نورې ټولګټې پروژې مونږ د افغان ولس د هوساینې او د ګاونډیو سره د حسنه اړیکو لپاره مهمې بولو او په اړه یې هرې همکارۍ ته آماده یو.»

نوموړی وایي چې د دغې ناستې پرمهال د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د بین الافغانی مذاکراتو روان بهیر ته خوشبیني ښکاره کړه او زیاته یې کړه چی «مونږ په دې پروسه کې د هر ډول همکارۍ لپاره اماده یو»

دا لیدنه داسې مهال کیږي چې تیره ورځ د سویس هیواد استازو هم په جینوا کې د راتلونکي نړیوال اقتصادي کنفرانس به هکله له طالبانو سره خبرې او بحثونه خبرې کړې وې.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button