اسټرلیا افغانستان کې د استرالیایي ځواکونو جنګي جنایتونه څیړي

عزم(جمعه، ۲۳ لړم ۱۳۹۹): د اسټرلیا هیواد افغانستان کې د دغه هیواد د ځواکونو له لوري د ملکي خلکو د وژنو جرمونو د څیړنې لپاره یو ټیم ټاکلی.

ایس بي ایس خبري اژانس خبر ورکړی چې د تیرو څلورو کالونو په جریان کې د ګومارل شوي ټیم له لوري په هغو څیړنو فکر کیږي چې د دوی له لوري د استرالیایي ځواکونو د جنایتونو تحقیقات شوي دي.
استرالیایي ځواکونو باندې تور دی چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کالونو تر منځ یې افغانستان کې ډیر ملکي وګړي وژلي دي.

د یادونې وړ دی چې د بشري حقونو څخه د دفاع ۲۵ بنسټونو له استرالیا څخه په یوه لیک کې غوښتي چې افغانستان کې د دغه هیواد د سرتیرو هغه جرمونو نشر کړي چې ملکي وګړي یې وژلي او یا ټپیان کړي دي.

دغو بنسټونو ویلي چې استرالیا څخه یې دا غوښتنه ده چې د هغو څیړنو نتایج نشر کړي چې په تیرو څو کلونو کې د دغه هیواد د دفاع وزارت یوه د څیړنې ټیم ترلاسه کړي.

استرالیایي ځواکونو په دې تورن دي چې افغانستان کې یې بې دفاع ملکي وګړي زیات هدف ګرځولي، چې څیړنې یې شوي خو لا یې به اړه هیڅ اقدام نه ده ترسره شوی.

داسې راپورونه نشر شوي چې دغو ځواکونو ماشومان، سپینږیري او زنانه په نښه کړي او قصدا یې په شهادت رسولي دي.

د یادونې وړ دی چې یواځې استرالیایي نه بلکې ټولو بهرنیانو افغانستان کې ډیری عملیاتو کې ملکي وګړی په نښه کړي، ودونه، جنازې او عامه مجلسونه یې بمبار کړي چې هرو عملیاتو کې یې لسګونه خلک وژل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button