بیړنی خبر: کابل ښار کې له لس زیات میزایل لګیدلي
عزم(شنبه، ۳۰ لړم ۱۳۹۹): د هیواد پلازمینه کابل ښار نن سهار د دوه چاودنو او اته میزایلونو شاهد وو چې مرګ ژوبله یې هم اړولې.
ویل کیږي چې حو شیبې وړاندې د بلازمینې کابل په څو حساسو سیمو کې له لس زیان میزایل لګیدلي چې لا معلومه نه ده کوم اهداف په نښه شوي، خو ویل کیږي چې دغه میزایل د کابل ښار په شهر نو، او وزیر اکبر خان سیمو کې لګیدلي دي.
د کابل پولیسو هم د میزایلو د لګیدو خبر تایید کړی خو په اړه یې جزئیات نه ورکوي او له جزئیاتو ورکولو ډډه کوي.
دا په داسې حال کې دی چې نن سهار د کابل په ارزان قیمت او چهلستون سیمو کې هم چاودنې شوي.
لومړنی چاودنه ارزان قیمت کې د پولیسو په رنجر موټر د مقناطیسي ماین له امله شوې چې له امله یې یو پولیس وژل شوی دوه نور ټپیان شوي دي.
دوهمه چاودنه بیا د چهلستون سیمه کې خو پولیس یې په اړه بیا وایي چې هیڅ ځاني تلفات نه لري.