ایران یو ځل بیا: د قاسم سلیماني د وژنې غچ اخلو
عزم (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹): د ایران د قضایه قوې مشر ابراهیم رئیسي یو ځل بیا خبر ورکړ چې د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژنې غچ به واخلي.
نوموړوي چې تیره ورځ یې د قاسم سلیماني د وژنې د لومړي تلین په مراسمو کې خبرې کولې؛ څرګنده یې کړه، چې: «د قاسم سلیماني وژونکی به د ځمکې پر سر خوندي نه وي».
که څه هم ابراهیم رئیسي د غچ اخیستنې د نوعیت او وخت ذکر ونکړ؛ خو زیاته یې کړه چې ان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د عدالت پر وړاندې معافېت نه لري.
باید وویل شي چې جنرال قاسم سلیماني تېر کال د جنوي په ۳مه نېټه د عراق پایتخت بغداد ته ورڅېرمه د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
که څه هم امریکا دغه برید یوه ستره کارنامه وبلله او قاسم سلیماني یې د نړۍ اول درجه ترهګر وګاڼه؛ خو ایران څو ځله د غچ اخیستنې ګواښ وکړ، چې ان تر نننه دوام لري.
د ایران د قضایه قوې له مشر وړاندې د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي هم ورته ګواښ کړی و.
امریکایي ولسمشر او چارواکو د ایران د تازه ګواښونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.