د مرګ او ځنکدن په سختیو کې هم مسکی اوسه!

ابو ریحان البیروني په ۴۴۰ هجري کې له فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه او ۷۸ کاله عمر یې د علم په تحصیل کې تیر کړ. کتابونه یې تالیف او سختې او ستونزمنې مسئلې یې حل کړې، هیڅکله یې قلم له لاسه جلا نه و او سترګې یې د کتاب صفحو ته نیولې وې او په زړه یې تفکر کاوه. مګر دا چې خپل ضروري او اړین کارونه لکه : د ډوډۍ لاس ته راوړل او داسې نورو به مشغولیده، خو د کال زیاتره ورځې د ستونزمنو او جنجالي مسئلو په حل کولو اخته و.
فقیه ابو الحسن علی بن عیسی وايي: ابوریحان مې د ژوندانه په داسې وروستیو شیبو کې ولیده چې د ژوندانه په اخرو سلګیو کې و په همدې حالت کې یې راته ویل: د «نیا» د میراث په هکله دې څه راته وویل؟ ما د زړه سوي له کبله ورته وویل: ایا په دې حالت کې هم له پوښتنې او تحقیق څخه لاس نه اخلې؟ ده وویل: که په دې مسئله پوه شم او بیا مړ شم دا به راته غوره وي او که په دې مسئله نه پوهېږم او له دنیا سفر وکړم؟ نو هغه مسئله مې ورته تکرار کړه او ده یاده کړله او څه یې چې راسره ژمنه کړې وه، هغه یې ماته وښودل او ورڅخه جګ شوم ولاړم، څو قدمه مې نه وو اخیستي چې چیغې او فریاد له کوره جګ شو، په رښتیا سره داسې همتونه وو….
عمر فاروق رضی الله عنه د مرګ په ستونزمنو شېبو او د ځانکدن په حالت کې و او له زخم یې وینې بهیدې، هغه په همدې حالت کې له اصحابو څخه پوښتنه کوي ایا خپل لمونځ مې بشپړ اداء کړ یا نه ؟
سعد بن ربیع رضی الله عنه د احد په جنګ کې په وینو کې لغړیده، خو د ژوندانه په وروستۍ شیبه کې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د حالت پوښتنه کوي. په رښتیا چې د زړه ثبات او د ایمان په نور د قلب ابادي ده.
وقفت وما فی الموت شک لواقف کانک فی جفن الردی وهو غائم
تمر بک الابطال کلمی هزیمة ووجک وضاح وثغرک باسم
ژباړه: ته پوه شوې او په مرګ کې د پوه سړي لپاره هیڅ شک نشته ګواکې ته د مرګ په بڼو کې یې حال دا چې ویده یې، اتلان په تا تیریږي زخمي او ماتې خوړلي او ستا مخ ځلیدونکی او خوله دې مسکۍ ده.
ابراهیم بن جراح وايي: امام ابو یوسف رحمه الله مریض شو و، زه یې پوښتې ته ورغلم ومې لیده چې بیهوشه و، کله چې په هوش راغی، راته ویې ویل: د فلانۍ مسئلې په هکله دې نظر څه دی؟ ورته ومې ویل: په داسې حال کې هم د مسئلو په غم کې ی‍ې؟! ده ویل: څه باک نشته، ښايي دې مسئلو په زده کولو چا ته نجات حاصل شي. بیا یې وویل: اې ابراهیمه: د جمرو په ویشتلو کې کوم کار غوره دی؟ یعنې جمرې پلې وولي که سپور؟ ما وویل: په سپرلۍ چې سپور وې غوره ده، ده وویل: سهوه شوې ما وویل: چې پلې جمرې وولې دا غوره ده، ده وویل بیا هم سهوه شوې، ما وویل کوم ډول غوره دي؟ ده وویل: کومه جمره چې له څنګ سره یې توقف او دعا کیږي هغه دې پلې وولي او له کومې سره چې توقف او دعا نه کیږي (عقبه جمره) هغه دې په سپرلۍ وولي، بیا ورڅخه ولاړم لا د کور دروازې ته نه وم رسیدلی چې له کوره ژړا او چیغې جګې شوې راوګرځيدم ومې لیده چې ده خپل روح روح پيداکونکي ته سپارلی و. د الله رحمتونه دې ورباندې وي.
د معاصرو لیکوالانو څخه یو تن وايي: پخواني خلک داسې وو، مرګ به یې سره له ټولو ترخو او ناخوالو په سینه زنګون وهلی و، نفس به یې تنګ شوی و او روح به یې شونډو ته رارسیدلی و، کله به په هوش او کله به بې هوشه کیدل خو کله چې د څو دقیقو لپاره په هوش کې راغلل خو د فرعي یا مستحب علمي مسئلو په هکله به یې پوښتنې کولې څو هغه زده کړي او یا یې نورو ته وروښيي، امام ابو یوسف رحمه الله هم په همداسې حالت کې دا کار وکړ چې مرګ یې ګریوان او نفس نیولی و.
فی موقف نسی الحلیم ویطیش فیه النابه البیطار
په داسې حالت کې چې عقل له سره په حلم او حوصله کې ځي هوښيار انسان سپک او بې ثباته کیږي
یا الله ! څومره د دوی په وړاندې علم او پوهې ارزښت درلود او څومره یې د دوی فکر، عقل او ذهن ځان ته مشغول کړی و، چې ان د مرګ او ځانکدن په حالت کې یې هم نه ښځه او نه یې زامن یادول او نه خپلوان او دوستان بلکې د علم او پوهې په غم کې وو د الله رحمتونه دې پر دوی وي. همدا وجه ده د علم او دین مشران ګرځيدلي وو.
ا. علي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button