د عربي ژبې ښکلا

په قرآن کريم کې د دې دوو کلمو (اکملت) او (اتممت) تر منځ څه توپير دی؟
الله تعالی وايي: «اليوم اکملت لکم دينکم واتممت عليکم نعمتی …». نن ما تاسو ته ستاسو دين بشپړ کړ او په تاسو مې خپل نعمت پوره کړ. (د مائده سورت ۳ ایت).
لومړی:
(اکملت) عربان وايي: (اکمل الامر) کار يې بشپړ کړ، يعنې هغه (کار) يې پړاو په پړاو پای ته ورساو، چې ترمنځ يې زماني واټن موجود و. نو هغه شخص چې پر هغه باندې د رمضان مياشتې روژې وي او وروسته يې پر هغه قضاء راوړل شته نو د ده لپاره (۱۱) مياشتې فرصت شته، باک نه لري (که دا قضاء راوړول) په بېلا بېلو وختو وکې وي. يعنې کله قضايي روژه نیسي او کوله يې نه نيسي، پر له پسې والی په پام کې نيول نه شته. له دې وجې الله جل جلاله وايي: «ولتکلموا العدة» څو (تاسو د روژې) شمېر پوره کړئ. (د بقره سورت ۱۸۵) آيت.
دوهم:
(اتممت) او دا چې عربان وايي: (اتما لامر) کار يې پوره کړ. يعنې دا چې: دا لازمه ده چې کار په پر له پسې ډول سر ته ورسوي او څه انقطاع په کې را نه ولي او پای ته يې ورسوي، يعنې کار له ناغې پرته مستمر وي.
نو د بېلګې په توګه د رمضان په ورځو کې د يو تن لپاره د بيخي لږ وخت په پار هم افطار (روژه ماتولو) روا نه دي.
له دې املله الله جل جلاله وايي: «ثم اتموا الصيام الی الليل» بيا روژې تر شپې پورې پوره کړئ. د بقت).
او د (اتموا) پر ځای يې (اکموا) و نه ويل.
او همداشان د ج پر مهال د يو انسان لپاره تر هغه له احرامه ځان حلالول نه ډي په کار، څو ويې د حج شعائر نه وي پوره کړي. نو ځکه الله تعالی وايي: «واتموا الحج والعمرة لله» او ج او عمره پوره پوره د الله جل جلاله لپاره اداء کړئ. د بقره سورت ۱۹۶ ايت).
او الله جل جلاله داسې نه دي ويلي چې: «اکملوا الحج والعمرة».
نو دين ولې خورا بشپړ (اکمل) دی، په داسې حال کې چې نعمت (اتمت) پوره شو؟
ځکه چې (دين) په ۲۳ کلونو کې لږ لږ په وقفه يي ډول نازل شوی، خو د پاملرنې وړ او ښکلې خبره دا ده، چې د الله جل جلاله نعمت هيڅکله نه دی، په دې اُمت باندې نه دی بند شوی، آن د يوې ثانيې لپاره هم نه دی ځنډېدلی. نو الله تعالی وايي: «واتممت عليکم نعمتی» يعنې په تاسو مې خپل نعمت پوره کړ.
نو د دواړو لفظو ترمنځ باريکۍ ته ښه په غور وګوره!
اې الله جل جلاله د قرآن کريم فهم او پوهه او شفاعت مو په برخه کړې. اې الله جل جلاله هغه زمونږ لپاره په دنيا او قبر کې ملګری وګرځوې.
ليکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button