د اوبو چارو د تنظیم اداره: د هېواد په ځینو ولایتونو کې به سخت سېلابونه راووځي
عزم(دوشنبه، ۰۴، کب ۱۳۹۹): د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي، د هېواد په ځینو ولایتونو کې به د اوبو کچه لوړه شي، چې ورسره به سخت سېلابونه هم راووځي.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو او د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د اټکلونو له مخې به د هېواد په ځینو ځایونو کې په ناڅاپي ډول سېلابونه راووځي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه سېلابونو سره به د اوبو کچه هم پورته شي او د هلمند، هریرود، کشک او کاشان، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، پنجشېر، غوربند، لغمان، کونړ او د نورستان د سیندونو د اوبو کچه پورته شي.«له دې کبله ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو په غاړو هستوګنه لري، په درنښت هیله کوو چې له دې موضوع ځانونه خبر کړي او د سېلابونو د راوتلو پر مهال د سیند غاړې لاندیني خلک هم خبر کړي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي، تر څو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.
د تېرې شنبې په ورځ د هوا پېژندنې ادارې هم په ځینو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، واورې او سېلابونو اټکل کړی و.
په روان ژمي کې د هېواد په ګڼو برخو کې ډېر کم ورښتونه او واورې وشوې، چې ورسره یې د سختې وچکالۍ وېره هم راپیداکړې ده.
تېره اوونۍ د اوبو چارو د تنظیم ادارې ویلي وو، د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د اوبو کچه ټیټه شوې ده.
طالبانو تېره اوونۍ له ټولو هېوادوالو غوښتي وو، چې د باران د ورېدو لپاره د استسقاء لمونځونه وکړي او له الله ﷻ څخه باران وغواړي. د طالبانو له غوښتنې وروسته د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د استسقاء لمونځونه اداء شول.