د قوي ایمان یو ښه مثال!

لیکوال: مفتي حبیب

د ۱۳۷۹ هـ . ش کال د جوزا لسمه وه د دارالعلوم حقانیې په دار الحدیث کي له دولس سوه ملګرو سره یو ځای د محترم استاد سید شیر علي شاه مدني رحمه الله د ترمذي شریف درس ته ناست وم. له کوم حدیث شریف څخه چې درس پیل کېدی، محترم استاذ له هغه وړاندي وویل:
طالبانو ! د ایمان په مسئله کي ښه خبره دا ده چي ایمان زیادت او نقصان نه لري، خو قوت او ضعف یې یقيني دی. او زه به په سترګو لیدلی یو مجلس درسره شریک کړم:
هغه وخت چي د نړۍ ستر طاقت امريکا پر افغانستان
باندي د یرغل ګواښونه کول، د دنیا ټول کفري هیوادونه د یوه ځواکمن او بل غریب هیواد د جګړې نندارې ته انتظار وو.
دا وخت ځینو دوستانو غوښتل چي طالبان ضعیف دي، نو که له خپل موقف څخه شاته شي ښه به وي.
په دې تړاو موږ څو تنه قندهار ته د امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد ملاقات ته ورغلو، له هغه سره مو د هغه په دفتر کي ولیدل.
موږورته وویل:
محترم ملاصاحب ! دا چي اوس اسلامي امارت په خطر کي دی، نو که امریکا ته د اسامه ابن لادن سپارلو په اړه یوه لاره جوړه شي؛ ښه به نه وي؟
نو ملا محمد عمر مجاهد علماؤ ته مخ را واړاوو؛ ويې ویل:
سمه ده؛ زه به اسامه امریکا ته وسپارم، خو د قیامت په ورځ که ما ته الله جلَّ جلالُهُ ووايي چې ته خو د مسلمانانو مشر وې، يو څه قدرت مي درکړی و، ولي دي خپل مسلمان ورور کفاروته وسپارۀ؟
زه به څه وایم؟ ایا تاسې یې ځواب لرئ؟ تاسې ما خلاصولای شئ ؟
حدیث شریف دی انَّ رَسولَ اللهِ صلی اللهُ علیهِ وسلَّمَ قال اَلْمسلمُ اخوُالمسلمِ لایَظلمهُ ولایُسلمهُ وَمن کان في حاجةِ اخيهِ کان اللهُ في حاجتهِ. الحدیث
رواه ترمذي اول جلد ۲۶۳ مخ.
یعنې مسلمان د مسلمان ورور دی، تېری به نه ورباندي کوي
او دوښمن ته به يې نه سپاري. څوک چي د خپل ورور حاجت پوره کوي، الله تعالی د هغه حاجت پوره کوي.
اسامه څه کړي دي ؟ ډېر کلونه کېږي له خپل وطنه راغلی دی، د شورويانو خلاف جهاد کي یې ډېري قربانۍ ورکړې دي او اوس هم دیني خدمتونه کوي.
زه خو الله تعالی ته زارۍ کوم، خدایه! که دې د اسامه د مرګ فیصله کړې وي، نو په افغانستان کي یې مه وژنه! زه هغه ته اوږد ژوند غواړم.
(مرحوم استاذ ویل) ټولو علماوو ځمکې ته کتل او ژړل يې. ځواب مو نه درلود، له ځان سره مو ویل: دې ته ایمان وايي !
طالبانو! ګورئ، دغه د قوي ایمان یو ښه مثال دی…!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button