طنز: ملګري او د اختر ډالۍ
په خپلو ملګرو ویاړم چې اختر ته یې ر اله د خپل وس مطابق خرچه وکړه، له پوره مننې سره غواړم چې دلته یې نومونه هم ولیکم:
سعد را ته چارسدوالې څپلۍ جوړې کړې.
مسرور را ته درې جوړې جامې وګنډلې.
ساحل لس زره نغدې پيسې راکړې؛ څو د اختر په ورځو کې چکرونه پرې ووهم.
احمد د رولیکس شرکت د زرګونو لګښت ګړۍ (ساعت) راکړ.
زاهد خان یو نوی ایفون موبایل راولېږه.
او ځینو نورو هم د خپل وس ډالۍ راکړې؛ خو یو څو پکې ځان شپیلی کړ او اوس دا دی خپل نیږدې ملګري او ټولګيوال هم را نه مخ واړاوه.
…
لا مې له ځینو سره معامله پاتې وه، چې چا راوېښ کړم ویلې پاڅېږه لمونځ در نه قضاء شو.