فراه: طالبانو د «انار درې» ولسوالۍ ونیوله

 عزم،دوشنبه، ۲۴غبرګولی۱۴۰۰):راپورونه وایي چې طالبانو نن ماښام مهال د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ تر خپل واک لاندې راوستلې ده.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي، چې د یادې ولسوالۍ له مرکزي ودانۍ او ټولو امنیتي ملحقاتو دولتي عسکرو شاتګ کړی او ولسوالۍ د دوی تر کنترول لاندې راغلې ده.

ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې ښوودل کیږي چې طالبان د یادې ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ. او اړوند سیمو کې ګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ طالبانو د یاد ولایت د پشترود او جوین ولسوالۍ هم تر خپل کنترول لاندې راوستلې وې..
دا مهال د فراه پشتکوه،پرچمن، فراه رود او د فراه ولایت مرکز د دولتي ځواکونو کنترول کې پاتې دي؛ چې هلته هم دولتي حاکمیت یواځې تر مرکزونو ورټول دی؛ د فراه پاتې ټولې ولسوالیو باندې طالبان حاکمیت لري.
د نن ورځې په ترڅ کې دا څلورمه ولسوالي شوه چې طالبان پرې حاکمیت تر لاسه کوي؛ تر دې وړاندې یې نن سهار د کندز خان آباد، د سرپل صیاد او د اروزګان د چورې ولسوالۍ له دولتي ملیشو تصفیه کړې وې

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button