یاسین ضیاء، د غور ولایت استازي له خپل دفتر شړلي

  عزم،چهارشنبه، ۲۶غبرګولی۱۴۰۰):ولسي جرګه کې د غور ولایت استازي ادعا کوي چې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز او سرپرست وزیر یاسین ضیاء له خپل دفتر څخه په خورا سپکاوي سره شړلي دي.

ددغه ولایت یوه استازې “فاطمه کوهستانۍ” وایي، مونږ د غور ۶تنه وکیلان په خپل ولایت کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له امله د لوی درستیز دفتر ته ورغلو، څو د امنیتي وضعیت د ښه کیدو لپاره ترې د پوځي کومک غوښتنه وکړو، خو په وینا یې چې په خورا سپکاوي او شرموونکې بڼه یې له دفتر څخه رخصت کړي دي.

نوموړې زیاتوي، چې لوی درستیز ورته په ډاګه ویلي له دې کبله چې د ولسي جرګې غونډه کې ورته یادو وکیلانو رایه نه ده ورکړې، نو دی ورته ځواب ویونکی نه دی او باید له دفتر څخه یې ووځي.

نوموړې دغه راز وایي چې لوی درستیز دغه راز ورته ګواښ کړی چې باید رسنیو کې د غور د حالاتو په باب څه ونه وایي.
خو نوموړې خبرداری ورکوي چې که د غور ولایت سقوط وکړي، لامل به یې یاسین ضیاء وي ځکه چې په وینا یې، د غور خلکو ته توجه نه کوي او پوځي همکاري نه ورسره کوي.

د ولسي جرګې رئیس “میر رحمان رحماني” هم د لوی درستیز چلند غندي او زیاتوي چې دا ډول برخورد په هیح وجه د منلو نه دی..
د یادونې وړ ده چې وروستیو ورځو کې د غور ولایت ځینې ولسوالۍ او امنیتي پوستې د سقوط تر کرښې رسیدلې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button