روزګان کې د تېلو نباتاتو کروندې زیاتېږي

عزم(دوشنبه، ۰۴ زمری، ۱۴۰۰ل): د کرنې وزارت وايي، په هېواد کې د کرنیزې ټکنالوژۍ او میکانېزه کرکېلې په دودولو سره غواړي بزګران له نوې کرنې سره اشنا کړي، څو وکولای شي له خپلو کروندونو څخه ښه او باکیفیته حاصلات تر لاسه کړي، چې هم به د بزګرانو عواید ډېر او د کرنې له اړخه به هېواد پر ځان بسیا شي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، روزګان د کرکېلې لپاره مناسب چاپېریال، اوبه او هوا لري او اوسمهال په دغه ولایت کې کرنې ښه وده کړې ده.: «روزګان ګڼ کرنیز محصولات، ډول ډول مېوې او د مالدارۍ لبني توکي لري، چې د یاد ولایت د وګړو تر ټولو زیاتې بوختیاوې او اړتیاوې له دې لارې پوره کېږي، چې د پراختیا او ملاتړ په پار یې د کرنې ریاست ګڼې برنامې او پروګرامونه هم پلي کړي دي، چې له هغې ډلې یو هم د تېلي نباتاتو ننداریزې کروندې دي.»

د خبرپاڼې له مخې، د کرنې وزارت د روزګان په مرکز ترینکوټ، چنارتو، شهید حساس او دهراود ولسوالیو کې د کونځلو کرکېله دود کړې ده.: «د روزګان په ولایت کې د تېلي نباتو ترڅنګ د نورو کرنیزو محصولاتو لکه غنم، شولې، شړشمو، کونځلو، زغرو، لمرګل، زعفران او نورو کرنیزو محصولاتو ننداریزې کروندې هم جوړ شوي دي، چې د کروندګرو د حاصلاتو د زیاتوالي ترڅنګ د دوی د محصولاتو کیفیت ورسره ښه او لګښتونه یې ټیټ شوي دي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د روزګان دکرنې ریاست په راتلونکې کې هم په پلان کې لري، چې د کرنیزو محصولاتو د پراختیا په پار ننداریزې کروندې جوړ کړي، تر څو د یاد ولایت کرنیز سکتور پیاوړی او د کروندګرو ستونزې راکمې کړي.

په ننداریزو کروندو کې تر ټولو لومړی، بزګران په عملي او ډاډمن ډول د هوارې شوې ځمکې په اهمیت پوهیږي. هغوی د هوارې شوې ځمکې ګټې په خپلو سترګو په عملي بڼه ویني او تجربه ترلاسه کوی. په هواره ځمکه کې کرکېله خورا ګټې لري تر ټولو ښه او مهمه ګټه یې د اوبو د ضایعاتو مخنیو دی، ددې ترڅنګ د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوی سرو په لګښت کې کموالی یې بله مهمه ګټه او تر ټولو غوره دا چې د کرونده لګښتونه لږ او محصولات یې د کیفیت له پلوه ښه او د کمیت له پلوه ډېریږي. دغه راز د نباتاتو په حفاظت، دناروغیو او آفتونو په مبارزه، د هرزه بوټو په لرې کولو او د نباتاتو په درمل شېندلو کې آسانتیاوې رامنځته کېږي او ننداریزې کروندې جوړول ددې زمینه برابروی، چې کروندګر له دودیزې کرنې لاس واخلي او عصري کرنې ته مخه کړي.

کونځلې، زغر، شړشم او لمرګل هغه تېل نباتات دي چې د نورو ګټو تر څنګ ترې غوړي هم لاسته راځي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button