«پر کونړ سیند او بدخشان کې د برېښنا بندونو د جوړولو لپاره له یوې اسټرالیايي شرکت سره خبرې شوي»
عزم(یکشنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي، د “فورټسکیو” اسټرالیايي شرکت سره یې خبرې کړي، څو د کونړ پر سیند او بدخشان کې د لویو بندونو په جوړولو ورسره غږېدلي دي.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اسټراليايي کمپنۍ”فورټسکیو” سره په کونړ سیند د(د شال، ساګي، ګمبیري او کامه) بندونه چې د ۱۱۸۴ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او د بدخشان ولایت د دشت جوم چې ۴۰۰۰ مېګاواټه برښنا تولیدوي او ۱۰ میلیارده متر مکعب اوبه ذخیره کوي هر اړخیز بحث شوی دی.
د دې ادارې مشر خان محمد تکل ویلي، په دې انلاین غونډه کې د لویو بندونو پراختیايي پروژو د رغونې په اړه، چې د فورټکسیو شرکت په همکارۍ په افغانستان کې به تطبیق شي، بحث او د نظرونو تبادله شوې.
د تکل په خبره، فورټکسیو شرکت ویلي چې د بندونو تخکنیي مطالعات یې بشپړ کړي دي او د دې اقتصاي پروژو مطالعات په ښه بڼه روان دي.
افغانستان د اوبو او برېښنا د تولید ډېرې سرچینې لري، خو په تېرو شلو کلونو کې افغان حکومت د کورنیو سرچینو پر ځای په وارداتي برېښنا تکیه کړې، چې له امله یې ډېری وخت د برېښنا ستنې ویجاړېږي او خلک په اوونیو ـ اوونیو د برېښنا څخه محرومېږي.
د افغانستان شمالي، مرکزي، سویلي او سویل ختیځو ولایتونو ته برېښنا له تاجکستان، ایران او ترکمنستان څخه راغلې ده او په هېواد کې شته برېښناکوټونه د هېواد اوسنۍ اړتیاوې نهشي پوره کولای.
له دې وړاندې هم پر کونړ سیند او ځینو نورو سیندونو د برېښناکوټونو د جوړولو خبرې شوي وې، خو تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی پورته شوی.
که حکومت یوازې د کونړ اوبه مهار کړي او برېښنا کوټونه پرې جوړ کړي، نو د ټول هېواد اړتیا پوره کولای شي.