د کندز له هوایي ډګر څخه لسګونه عسکر له ټانګونه او رنجرو سره طالبانو ته ورغلل

عزم(چهارشنبه، ۲۰ زمری ۱۴۰۰): د کندز هوایي ډګر چې له تیرو دوه ورځو راهیسې د طالبانو له لوري محاصره و، نن یې لسګونه عسکر له وسلو، رنجر موټرو او ټانګونو سره طالبانو ته ورغلي دي.

طالبانو هم تایید کړې چې د کندز هوايي ډګر څخه د قومندان په ګډون لسګونه عسکر دوی ته ورغلي، ګڼ ټانکونه او رنجر موټر يې هم له ځانه سره وروړي دي.

طالبانو ویلي چې د قومندان عین الله په ګډون لسګونه عسکر له سلګونه میله سپکې او درنې وسلې، ګڼ شمیر ټانګونو او موټرو سره ورسره یوځای شوي دي، چې د دوی له لوري کلک هرکلی ورته و ویل شو او هر راز ډاډ او اطمینان ورکړل شو.

په دې اړه د طالبانو له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندز د علي آباد ولسوالۍ په مرکز کې هم باقې پاتې عسکر له سیمې تښتیدلي او د ولسوالۍ مرکز يې پریښی ده.

خبرپاڼه کې همدا راز طالبانو په دولتي عسکرو باندې غږ کړی چې له جګړې دې لاس واخلي، د دوی غیږ ورته خلاصه ده، کولی شي لکه وروڼه دوی سره ژوند وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button