ویټامین ډي، بدن ته یې ګټه، اړتیا او د کمښت نښې یې!

د ویټامین ډي زیاته برخه په وجود کي د لمر د وړانګو له جذب وروسته تامین کیږي، د ویټامین د کموالي ستر لامل د ورځي په جریان کي په داسي ځایونو کي کار کول دي چي هلته د لمر وړانګي شتون نه لري.
زیاتره کسان په دې باور دي چي دوی کولای سي له غذایي توکو څخه د وجود د اړتیا وړ ویټامین ډي په لاس راوړي په داسي حال کي چي دا تر ډیره ناسم تصور ګڼل کیږي ، داسي غذایي توکي ډیر لږ دي چي په کافي اندازه ویټامین ډي ولري یا په بل عبارت یوازي هغه مهال زموږ د وجود د ویټامین ډي اړتیا پوره کیږي چي تقریبا هره ورځ د ماهي غوښه وخورو چي داهم تر ډیره ناممکنه بریښي، له دې نه بغیر امکان نه لري چي له غذایي توکو دي زموږ وجود په کافي اندازه ویټامین ډي تامین کړي.

ویټامین ډي ته د وجود زیاته اړتیا
تراوسه څرګنده سوې نه ده چي لږ تر لږه څومره ویټامین ډي زموږ د وجود د ورځنۍ اړتیا لپاره بسنه کوي، زیاتره پوهان په دې اند دي چي ويټامین ډي ته زموږ د وجود اړتیا تر هغه زیاته ده چي فکر یې کیږي په داسي حال کي چي ددې ویټآمین کمښت په وجود کي د زیاتو ناروغیو د رامینځته کیدو لامل هم ګرځي.
له ۲۰۱۲ زیږدیز کال راپه دې خوا د لویانو لپاره د ویټامین ډي د ورځني اړتیا کچه ۲۰ میکروګرام اټکل سوېده، که نوموړې اندازه ویټامین ډي یوازي له غذایي توکو څخه په لاس راوړل کیږي نو ۲۰۰ ګرامه د ماهي غوښه، دوه کیلو ګرامه پنیر، ۷۰۰ ګرامه هګۍ او یا ۵۰۰ ګرامه د غوایی غوښه د ویټامین ډي یاده سوې کچه تامینولای سي .
ډاکټران هغه کسانو ته چي د ویټامین ډي په کمښت اخته وي نسبتا زیات مقدار ویټامین ډي توصیه کوي د بیلګي په ډول هغه کسان چي په Multiple sclerosis اخته دي د ورځي باید لږ تر لږه ۱۸۰ مایکرو ګرام او له سرطان څخه د مخنیوي لپاره تقریبا ۲۴۰ مایکرو ګرام ویټامین ډي واخلي بیا نو څرګنده ده چي ۲۴۰ مایکرو ګرامه ویټامین ډي له غذایي توکو لاسته راوړل بیخی ناممکنه بریښي.

د لمر وړانګی د ویټامین ډي بهترینه منبع ده
د لمر وړانګي د ویټامین ډي اصلي منبع جوړوي. د ۱۵-۱۲۰ دقیقو لپاره د لمر د وړانګو په وړاندي مخامخ کیدل ( د وخت توپیر تر ډیره د پوستکي په رنګ، جغرافیوي وضعیت، سطحه او د لمر د وړانګو په شدت پوري اړه لري) کولای سي له ۵۰۰ مایکروګرام څخه زیاته کچه ویټامین ډي د وجود لپاره تامین کړي .

د ويټامین کمښت او له امله يې ناروغۍ رامینځته کیدل
مخکنیو لسیزو کي ډاکټرانو داسي فکر کاوه چي ویټامین یوازي د هډوکو او غاښونو په جوړښټ او استحکام کي رول لوبوي مګر وروستیو څیړنو ښودلې ده چي نوموړی ویټامین د وجود په سلامتیا او روغوالي کي په بیلابیلو برخو کي رغنده رول لري او کمښت یې ښایي په ځیني ناروغیو باندي د اخته کیدو خطر زیات کړي.
له بده مرغه په ننني ژوند کي چي کاري ساعتونه اکثره د لمر د وړانګو څخه په پټو ځایونو کي تیریږي ددې حیاتي ویټامین کمښت ته زمینه برابره کړې ده همدارنګه ډیر کم کسان ددې ويټامین له ارزښته خبر دي.

د ویټامین ډي د کمښت نښي نښانې
زکام او تنفسي ناروغۍ:
د ویټامین ډي د کمښت دتشخیص لپاره د ویني معاینات ګټور دي، په هغو څیړنو کي چي په Cambridge Journals مجله کي خپرې سویدي راغلي دي چي په کوچنیانو کي د ویټامین د کمښت له وجي تنفسي ناروغۍ رامینځته کیدای سي، په هغه کوچنیانو کي چي کافي ویټامین ډي ولري د تنفسي ناروغیو پیښي په کښي ډیري کمي دي.

عضلاتي کمزورۍ:
د ډاکټر میشائل اف هولیک ( چي د ویټامین ډي د کمښت له امله د مینځته راغلو ناروغیو څیړونکی دی) د څیړنو له مخي ثابته سوېده چي د عضلاتو د ښه ځواک او کار لپاره د ویټامین ډي کافي اندازه خورا اړینه ده او د ویټامین ډي د کمښت په پایله کي عضلات هغومره ځواک نه لري او په حرکاتو کي د نسبي سستیا لامل ګرځي.

د سوریاسز ناروغي:
څیړونکو جوته کړېده چي ویټامین ډي د سور یا سز د ناروغۍ په درملنه کي هم رول لري، ویټامین په وجود کي د حجراتو له حد زیات ډیرښت او تکثر څخه مخنیوی کوي په داسي حال کي چي همدا ناروغي د پوستکي د حجراتو له غیرطبیعي ډیرښت او تکثر څخه مینځته راځي نو ځکه د ویټامین ډي کمښت کیدای سي د نوموړي ناروغۍ د شدت لامل وګرځي.

د پښتورګو مزمنه عدم کفایه:
د ډاکټر میشائل اف هولیک د څیړنو له مخي هغه کسان چي د پښتورګو په مزمنه عدم کفایه باندي اخته دي دوی نسي کولای په وجود کي په کافی اندازه ویټامین ډي تولید کړي په ځانګړي ډول هغه کسان چي د ډیالیز تر درملني لاندي وي. دوی اړ دي چي د کلسیم د میتابولیزم لپاره په وجود کي په کافی اندازه ویټامین ډي په مصرف ورسوي ترڅو د Osteodystrophy (هغه ناروغي ده چي له د پښتورګو د مزمني عدم کفایي له امله مینځته راځي چي له امله یې د فاسفورس کچه لوړه، کلسیم نورمال یا لږ وي د پاراتایراید د غدې د فعالیت د زیاتوالي سره ملګری وي او د هډوکو د بیلابیلو ناروغیو لامل ګرځي) د ناروغۍ له اخته کیدو څخه وژغورل سي او د پاراتایرایډ غدې فعالیت په نورمالو حدودو کي وساتل سي.
ویټامین ډي د کلسیم د جذب لامل ګرځي په داسي حال کي چي پاراتایرایډ هورمون په وینه کي د کلسیم د کچي د نورمال ساتلو مسولیت په غاړه لري. هر کله چي په وجود کي د ویټامین ډي کچه کمیږي ددې سره سم پاراتایرایډ دنده لري چي له هډوکو څخه اخلي که نوموړی حالت د اوږد مهال لپاره دوام پیداکړي کیدای سي د هډوکو د کمزورۍ لامل وګرځي.

شکره یا ډیابټ:
د څیړنو پایله ښوولې ده چي کافي ویټامین ډي کولای سي په لویانو کي تر ٪۸۰ سلنه پوري د شکري یا دیابیټ ناروغي د مینځته راتلو مخنیوی وکړي.

نفستنګی یا آستما:
ویټامین ډي د نفستنګۍ یا آستما د مینځته راتلو په مخنیوي کي هم رول لري، جاپاني څیړونکو ثابته کړیده چي د ویټامین ډي اخیستل د نفستنګی د حملاتو او شدت په کمښت کي اغیزمن رول لري.

د وریو ناروغي:
د وریو ځیني اوږد مهالی ناروغۍ چي د وریو له پاړسوب او خونریزۍ سره مل وي کولای سو د ویټامین ډي په وسیله کنترول کړو. ویټامین ډي په وجود کي دDfnzyn او Katlysydyny د تولید لامل ګرځي، نوموړي دوه پپتایدونه د خپل ضد میکروبي ځانګړتیاوو په لرلو سره پر مخاطي غشاګانو باندي ځای نیسي او د بکتریا په وړاندي مقاومت کوي او د وریو د ناروغیو او پارودنتیت څخه مخنیوي کوي.

د زړه او رګونو ناروغي:
د وینی د لوړفشار او زړه ناروغي هم د ویټامین ډي له کمښت سره اړیکه لري. څیړنو ښودلې ده چي ددې ویټامین د کچي کمښت د ویني د فشار د لوړوالي په اړخ کي یواغیزمن لامل دی.

سکیزوفرینیا او خپګان:
تر کومه ځایه چي څرګنده ده د دماغ د ښه کارکولو لپاره د ویتامین ډي کافي مقدار ته اړتیا لیدل کیږي ، ځکه نو کمښت یې د اسکیزوفرینیا او خپګان په ګډون د ډول ډول عقلي عصبي ناروغیو لامل ګرځي، د امیدوارۍ په جریان کي د نوموړي ويټامین زیرمي د ماشوم د دماغي ودي او رشد لپاره اړین رول لوبوي.

سرطان:
په واشنګټن کي د جورج ټاوون څیړنیز مرکز څیړونکو په خپلو تحقیقاتو کي د ویټامین ډي د کمښت او د ویني د سرطان ترمینځ اړیکي راسپړلي دي، هغوی وموندله چي د لمر په وړانګو کي د شته ویټامین ډي تر ۷۵ سلنه پوري د سرطان په مخنیوي او تر ۵۰ سلنه پوري د سرطاني تومورونو د مینځته راتلو څخه مخنیوی کوي.

وقایه تر درملنی بهتره ده:
په کافی اندازه د لمر د وړانګو سره مخامخ سئ، هغه کسان چي د روښانه پوستکي لرونکي دي کافي ده چي د دوبي په موسم کي د څو دقیقو لپاره د لمر د وړانګو په مقابل کي قرار ونیسي ترڅو د خپل وجود د اړتیا وړ ویتامین ډي په لاس راوړي، د زیات مهال لپاره د لمر د وړانګو سره مخامخ کیدل ګټه نه لري، ځکه وجود یوازي د خپلي اړتیا وړ ویټامین ډي جذبوي.
که وریځي وی بیا نو زیات مهال ته اړتیا سته چي بهر د لمر په وړاندي ودریږو، په دې حالات کي د پوستکي د سرطان خطر هم کمیږي او یا بیخي په بشپړ ډول له مینځه ځي.
که د لمر وړانګو ته لاسرسی نه لری کولای سی د ویټامین D3 له مستحضراتو څخه (د ډاکټر په مشوره) ګټه پورته کړی. څرنګه چي په اروپا کي د ژمي په موسم کي زیاتره مهال لمر نه وي بیانو اړتیا وي چي له پورته مستحضراتو ګټه واخیستل سي ترڅو د ویټامین ډي کمښت مو وقایه کړی وي.

لیکنه: ډاکټر محب الله علمیار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button