کوه قاف (د قاف غر) او په پښتو ادبیاتو کې یې یادونه

د قاف غر یا کوه قاف چې په عربي کې یې جبل قاف بولي یو افسانوي غر دی چې د پښتو په فولکلوریکو کیسو، افسانو، داستانونو او لنډیو (ټپو) کې یې ذکر شوی او څرک یې لګیږی.
په لرغونو اساطیرو کې راغلي دي چې کوه قاف یو داسې لوړ غر دی چې لمر د هغې تر شا پټیږی او ځینې خلک په دې اند و چې د قاف غر (کوه قاف) د ځمکې میخ دی.
د عرایس المجالس په کتاب کې راغلي دي چې خدای پاک د زبر جدو او زمردو نه شین غر جوړ کړی چې د هغې له کبله آسمان شین ښکاري. په هر حال ځینې خلک د قفقاز غرونه چې په انګریزي کې ورته (Caucasus) وایي د کوه قاف غر بولي او په پښتو ادبیاتو په تیره بیا شعرونو او لنډیو کې د قاف غره یادونه شوې او د کوه قاف ښاپیرۍ او حورې ستایل شوې دي. د کوه قاف د دیوانو ذکر هم راغلی دی.
د بیلګې په ډول په دې بیت کې:
دلته به حورې د کوه قاف نه راتلې
د حسن میرې به هک پک شوې داسې

یا دا چې :
ﺳﺘﺎ د ﺣﺴﻦ ﺑﻪ څه ﻭﺍﻳﻢ ﮐﻪ ﮐﻮﻩ ﻗﺎﻑ ﺗﻪ ﭼﺮﺗﻪ ﻻړﯤ
ﺩﺍ ﻣﯥ ﻭﺍﻭﺭﻩ ﺩﺭﺳﺮﻩ ﺑﻪ ښاپیري کور ته راځي
(محمد ګل منصور)

کوه قاف به د شبنم په شان مجذوب کا
که طالع یې شي په سر افتاب د عشق
(کاظم خان شیدا)

لېونې پر تار د زلفو، وخوت ولاړ تر کوه قافه
د شعور پېريان لا ناست دي، منتظر عقل پاګل ته
(عطايي ملا)

یا په دې پښتو لنډیو کې:
د کوه قاف غره ته ختل دي
څوک چې ياري د بې وفا سره کوينه

زړه مې په داسې ځای کې بند شو
د کوه قاف تر غرو یې لوړ دي دیوالونه

دکوه قاف تر غرونو تیر شې
د هندو لور به یم چې تا پخلا کومه

کور دې نيږدې ديدن دې لرې
د کوہ قاف تر غرو دې جڰ دي ديوالونه
….

لیکنه: ډاکټر لطیف یاد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button