امريکايې کشيشانو د اورلانډو دبريد هر کلی وکړ: غميزه دا ده چې ډير يې ونه وژل شول

په متحده ايالاتو او کاناډا کې ګڼ شمير کشيشانو دهغه بريد ستاينه کړې چې دامريکې په اورلانډو ښار کې يې د همجنسخوښو يو کلب په نښه کړی و، او ۴۹ پورې کسان پکې ووژل شول او ۵۳ نور پکې ټپيان شول.
غميزه دا ده چې ډير يې ونه وژل شول
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپلې ننی ګڼې کې ليکلي چې معمداني کشيش “روجر جيمينيز” دامريکا په فلوريډا ايالت کې په خپله کليسا کې د وعظي او اصلاحي وينا پر مهال د ۵۰ همجنسخوښو د وژل کيدو په خبر په خپله تبصره کې وويل: له ما څخه ځينې خلک دا پوښتنه کوي چې آيا د ۵۰ همجنسخوښو په وژل کيدو خواشينی يې او که نه؟
ددې مطلب دا دی لکه يو څوک چې له ما څخه وپوښتي چې آيا د هغو ۵۰ تنو په وژل کيدو خواشينی يې چې ماشومان به يې په جنسي توګه ځورول؟
نه هيڅکله نه، زه نه يم خواشينی، زما په باور دا ډير لوی کار شوی، باور لرم دا به د ټولنې په پاکوالي کې ډيره مرسته وکړي، باور لرم چې اورلانډو کې به نن شپه ماشومان په امن او خوندي وي..
کشيش “روجر جيمينيز” وړاندې زياته کړه غميزه دا ده چې ډير يې ندي وژل شوي، زه په قهر يم چې عمر متين په سمه توګه خپله دنده سرته ونه رسوله، بايد چې دا دانساني حقوقو تر پښو لاندې کوونکي سم ځپل شوي وای.
ورځپاڼې ويلي چې د حقيقة المعمدانية کليسا په خپله ويبپاڼه د (داورلانډو دپيښې په اړه د مسيحيت غبرګون) تر عنوان لاندې دکشيش (“روجر جيمينيز”) وينا نشر کړې چې په يوه برخه کې يې راغلي : زړه مې غواړي چې کاشکې حکومت ټول همجنسخوښي راټول کړي وای بيا يې له يوه ديوال لاندې کښينولي وای، بيا يې دپوځ يوه کنډک ته په هغوی باندې دخپلو ټوپکونو دشپيليو خلاصولو امر کړی وای او دهغوی دماغ يې له ککريو څخه راويستلي وای..
ويل کيږي چې حقيقة المعمدانية کليسا په خپلو لارويانو کې همجنسخوښي نه پريږدي بلکه دا دالله په وړاندې ستره ګناه او فحشا بولي، او په دې عقيده دي چې الله تعالی به په دې باندې سخته سزا ورکوي.
الهي عذاب
بل لور ته يوه کاناډايې کشيش د بوسټابورو په کليسا کې وويل: چې الله تعالی ځوان عمر متين اورلانډو کې په همجنسبازانو ددې لپاره مسلط کړی و چې هغوی پرې وربړوي او عذاب ورکړي، او دا هيله يې څرګنده کړه چې له دغو خونړيو پيښو وروسته د کلب څښتن دوږخ ته ننه باسل شي .
د برطانوی ورځپاڼې ميټرو له راپور سره سم دغه کاناډايې کشيش د خپلې کليسا په رسمي اکاونټ څو ټويټونه کړي وو چې پکې راغلي وو: رب له همجنسبازانو کرکه لري نو ځکه يې قاتل ورته راواستاوه چې ويې وژني، همدغه راز رب له عمر متين څخه هم نفرت لري لنډه دا چې قاتل او مقتول دواړه په اور کې دي.
وړاندې ليکي چې رب ته توبه وباسئ رب دوسلې شپيلۍ په امريکا کې په همجنخوښۍ باندې په وياړ کوونکو راخلاصې کړې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button