هلمند: طالبانو د ولایت په مرکز او ګرمسیر کې ۴ پوستې او ۲ مرکزونه نیولي

عزم (شنبه، میزان ۱۷مه،۱۳۹۵ل ): تیره شپه د هلمند ولایت په مرکز اړوند د بولان او بشرانو په سیمو کې طالبانو د حکومتي سرتیرو په ۳ پوستو او ۲ مرکزونو تعرضي بریدونه کړي او طالبانو د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د رارسیدلو خبرونو له مخې حکومتي سرتیرو د خلکو په کورونو کې پوستې او مرکزونه جوړ کړي و چې طالبانو تیره شپه د یوې خونړۍ نښتې په ترڅ کې له یوې مخې پخپل کنترول کې راوستل.
د هلمند ولایتي چارواکي وایي چې په دې نښتو کې طالبانو د سر درانه زیانونه ور اړولي خو دا مني چې حکومتي سرتیري له خپلو پوستو او مرکزونو شاتګ کړی دی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې طالب جنګیالیو یو تانګ له منځه وړی، ۲ پوستې او درې مرکزونه یې په بشپړه توګه نیولي دي.
احمدي زیاتوي چې په نیول شویو پوستو او مرکزونو کې یې د یو رینجر په شمول یو شمیر وسلې او زیاته اندازه پوځي مهمات هم ولجه کړي دي. احمدي طالبانو ته د ځاني تلفاتو په اړه د حکومتي چارواکې ادعاوې تکذیب کړي
احمدي وایي د مامورآپي په سیمه کې دوې پوستې اوس هم د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دي.
طالبانو په یوه بله خپرپاڼه کې ویلي چې د ګرمسیر ولسوالي کې یې هم یوه مهمه پوسته نیولي او د څلورو تنو عسکرو جسدونه په پوسته کې پاتې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبانو په پوسته کې یو رینجر موټر او زیات شمیر وسلې او پوځي مهمات غنیمت کړي دي.
پرون د هلمند ولایت لپاره اوپراتیفي قوماندان پخواني کمونست جنرال عبدالجبار قهرمان ویلي و چې له دې وروسته به طالبان هیڅ کومه پوسته او یا پوځي پنډ غالی ونه نیسي او نه به هم پرمختګ وکړي.
قهرمان ویلي و چې په هلمند کې ټول پوځي قطعات د تیر په پرتله منظم او سختې مقابلې ته چمتو شوي دي خو د طالبانو نني پرمختګونه دا په ګوته کوي چې د جبار قهرمان هڅو کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړي.
عاصم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button