امریکا د روسیې 35دیپلومات وشړل د دواړو هیوادونو اړیګي نورې هم ترینګلي شوې.

دامریکا په تیرو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې له امله بارک اوبا امر کړی دی د روسیې پنځه دیرش دیپلوماتان دې په درو ورځو ې د ننه له امریکا څخه ووځي.
همدغه راز امریکې د روسیې د استخباراتي شبکې په څلورو نور غړو او د ۳ خصوصي شرکتونو هم بندیزونه لګولي او ادعا کوي چې د روسیې له مخابراتو سره یې مرسته کړي.
د امریکا ولسمشر وایي چې دا عملیات به تر دې حده هم نه وي بلکې نور هم په نظر کې لري، ځکه چې دوی د امریکا ګټو ته زیان رسولی دی.
دا مریکا هیواد لخوا د دې کار په غبرګون کې د روسیې ولسمشر پوټین وایي چې دا کار به د امریکا او روسیې تر منځ اړیکې نورې هم ترینګلي کړي .
د پوټین ویاند دیمتري بیسکوف وایي چې پوټین به امریکې ته ډیر ژر مناسب ځواب وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د بارک اوباما دا کار د دواړو هیوادونو د رغیدونکو اړیکو لپاره تاواني بللي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button