که مو دا نه وي لوستلي ، نو له ډېرڅه نه ناخبر یاست

لیکنه : عبدالله عزام

  • د جمعې ورځ ځکه په دغه نامه بلل کیږي چې په دغه ورځ خلګ د لمانځه لپاره جمع کیږي ؛ همدا هغه ورځ ده چې مخلوقات پکښي راجمع او خلقت یې بشپړ کړل شو او په همدې ورځ به الله تعالی اولین او آخرین مخلوقات د حساب او جزاء لپاره جمع کوي .
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسي حال کې له نړۍ سترګي وغړولې ، چې عمر یې ۶۳ کاله و. د ابوبکرصدیق رضي الله تعالی عنه د وفات پر مهال د هغه عمر هم ۶۳ کاله و. د حضرت عمررضي الله تعالی عنه د مړیني پر مهال د نوموړي عمر هم ۶۳ کاله و . د حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه د کوچېدلو پر مهال د هغه عمر هم ۶۳ کاله و او د حضرت علي کرم الله وجهه د رحلت پرمهال هم د نوموړي عمر ۶۳ کاله و .
  • عباسي خلیفه معتصم بالله د (المثمن) په نامه مشهور و . ( المثمن له ثمانیة څخه دی چې معنی یې ده : اته [۸]) ځکه چې د [۸] عدد د نوموړي په ژوند کې زیات رول ولوباوه . نوموړی له عباسي خلیفه ګانو څخه اتم خلیفه و ؛ خلافت یې اته کاله  او اته میاشتي و؛ د نوموړي د خلافت په زمانه کې اته عسکري فتحي راغلې ؛ تر شا یې اته اولادونه پرېښودل ؛ زېږېدنه یې په ۱۰۸هــ کې د کال په اتمه میاشته کې و او په داسي حال کې ومړ چې عمر ۴۸ کاله و .
  • جلیل القدر صحابي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاعرحسان بن ثابت ۱۲۰ کاله عمر تېر کړ او د پلار نیکه (یعني ور نیکه) یې هم ۱۲۰ کاله عمر درلود .
  • یوګنډا هغه یوازینی هېواد دی چې په ژمي او دوبي کې یې په روژه کې د افطار یعني روژه مات وخت نه بدلیږي . ځکه چې دغه هېواد پر خط استواء پروت دی نو ټول کال پکښي له کوم بدلون پرته شپه او ورځ یو شانتي اوږدوالی لري .
  • اسماء بنت عمیس رضي الله تعالی عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوو خلیفه ګانو سره نکاح وکړه ، د ابوبکرصدیق رضي الله تعالی عنه سره یې هغه مهال نکاح وکړه کله چې یې لومړی خاوند حضرت جعفر بن ابي طالب رضي الله تعالی عنه ومړ . د ابوبکر رضي الله تعالی عنه له مړیني وروسته یې د حضرت علي کرم الله وجهه سره نکاح وکړه . نو نوموړي د اسلام د دوو سترو خلیفه ګانو سره نکاح کړې ده .
  • د دکتور کلمه یوه لاتیني کلمه ده چې د انجینر یا معلم معنی لري ، لومړی دغه لقب د ایټالیا بولوني پوهنتون له قانون څخه فارغ یوه محصل ته ورکړ .
  • د الله تعالی لومړۍ نافرماني او ګناه چې په اسمان کې شوې ده ، هغه حسد دی ( چې ابلیس د حضرت آدم علیه السلام سره حسد وکړ) او همدا لومړۍ ګناه ده چې په ځمکه کې هم شوې ده ، چې د آدم علیه السلام زوی قابیل خپل د ورور هابیل سره وکړ او په نتیجه کې یې هغه وواژه .
  • حجر اسود په اصل کې له رنګه نه وه توره ځکه چې په صحیح حدیث کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول رانقل شوی دی چې :« حجر اسود له جنت څخه په داسي حال کې راښکته کړل شوه ، چې له شیدو څخه زیاته سپینه وه ، بیا هغه د انسانانو ګناهونو توره کړه .» جامع الترمذي ۶۹۵
  • څلور داسي کسان تېر شوي دي چې سل اولادونه خدای ورپه برخه کړي دي . انس بن مالک رضي الله تعالی عنه ، عبدالله ابن عمرو اللیثي، خلیفة السعدي او جعفر بن سلیمان الهاشمي .
  • شام ښار ته شام د حضرت نوح علیه السلام د زوی (سام) له امله ویل کیږي ، ځکه چې هغه همدلته اوسېدلی دی . هغه ته سام په سریاني ژبه کې ویل کیږي او د سریاني ژبي سین په عربي کې په شین بدلیږي .
  • د رومي پاڼي د غوماشو په شړلو کې عجیب رول لري . په کومه کوټه کې چې د رومي پاڼي کښېښودل شي د نورو حشراتو ترڅنګ غوماشي هلته وزر هم نه شوي وهلی . همدا راز د هغه ځای درد ډېر ژر اراموي ، کوم ځای چې یو لړم یا غالبوزي چیچلی وي .
  • ۵ داسي کسان چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په رنګ کې ډېر ورته وو . جعفر بن ابي طالب رضي الله تعالی ( د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اکا زوی) ابوسفیان بن الحارث ابن عبد المطلب ( د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اکا زوی او د هغه رضاعي ورور) قثم ابن العباس ( د رسو الله صلی الله علیه وسلم د اکا زوی) سائب بن عبید بن عبد مناف ( د امام شافعي رحمه الله نیکه) او حسن بن علی بن ابي طالب رضي الله تعالی عنه چې په یادو ټولو پنځو کې زیات مشابهت او ورته والی نوموړي ورسره درلود .
  • د حضرت ابو ذر رضي الله تعالی عنه نوم جندب بن جنادة و . ابو ذر یې ورته ځکه وایه چې کله به یې پر لاري ذر ولیدی ، نو هغه به یې له لاري څخه اخوا کاوه .
  • له رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وړاندي د «محمد» نوم پر اتو کسانو ایښودل شوی دی ، یوه یې د اسلام زمانه وموندل او مسلمان شو چې هغه محمد بن سلمة دی .
  • هغه قصې چې له عقل څخه لري او نه منلو وړي ، خرافات بلل کیږي . دا ځکه چې د بني عذرة قبیلې یو سړی و چې خرافة نومیدی . پېریانو هغه وتښتوی او له ډېري مودې وروسته یې راپرېښودی ، خرافة به خلګو ته د پیریانو داسي ډول ډول قصې کولې چې دخلګو به هیڅ زړه ته نه لوېدل او د منلو وړ به ورته نه وې ، چې بیا وروسته پر هره هغه قصه د خرافه یا خرافاتو اطلاق پیل شو چې د نه منلو وړ به وې .
  • یوازینی هغه ماشوم چې په کعبه شریفه کې دننه زېږېدلی دی ، حکیم ابن حزام رضي الله تعالی عنه دی او یوازینی هغه آیت چې په کعبه شریفه کې دننه نازل شوی دی دادی : (ان الله یأمرکم ان تؤد الامانات الی اهلها )[النساء ۵۸]
  • د ویټامینونو ستره برخه چې په مېوه کې موندل کېږي ، د مېوې په پوستوکي کې وي ، له همدې امله ښایي چې ځیني مېوې د پوستوکي سره وخوړل شي .
  • د دوزخ اور سور نه دی لکه څنګه چې ځیني خلګ ګمان کوي بلکي هغه تور دی . ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث مفهوم دی چې د دوزخ اور الله تعالی زر کاله بل کړ، تر داسي چې سور شو ، بیا یې زر کاله نور بل کړ ، تر داسي چې سپین شو ، بیا یې زر کاله نور بل کړ ، تر داسي چې تور شو او اوس هغه تور دی .
  • یوازینی هغه شخصیت چې الله تعالی د هغه په ژوند سره قسم کړی دی ، زمونږ پیغمبر او لارښودمحمدرسول الله صلی الله علیه وسلم دی . الله تعالی فرمایي : (لعمرک انهم لفي سکرتهم یعمهون .) [الحجر : ۷۲]
  • دوه داسي صحابه کرام دي چې ۶۰ کاله عمر یې په جاهلیت او ۶۰ کاله یې په اسلام کې تېر کړی دی او دواړه په مدینه منوره کې په ۵۴هــ کې وفات شول ، هغوی حکیم بن حزام او حسان بن ثابت رضي الله تعالی عنهما دي .
  • څلور داسي دي چې له ښځي یعني مور څخه نه دي پیدا شوي : حضرت آدم وحواء علیهما السلام . د حضرت اسماعیل علیه السلام پر ځای قرباني شوی پسه، چې هغه له جنت څخه راغلی او دحضرت صالح علیه السلام اوښه چې له یوې سختي ډبري څخه د الله تعالی په کامل قدرت سره راووتل .
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button