طالبان: د غزني هوایي میدان سیمه او نواباد سیمه تصفیه او سربازان تسلیم شول

عزم: ۱۳۹۷/۵/۲۰- نن په غزني ښار کې د پرون په پرتله جنګ کرار کرار خو طالبان لا هم په خپلو نیول شویو سیمو کې په تصفیه بوخت و او ډله ډله سربازان ورته تسلیمیدل.

په دې لړکې، طالبانو ویلي چې غزني ښار کې د هوایي میدان هستوګنیزه سیمه او نواباد سیمه یې له حکومتي سربازانو تصفیه کړه او ۵ ټانګونه چې مقاومت یې کوه دحیدرآباد په لور په شا شوي دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د هغوی نیولو لپاره هم هڅې روانې دي. ویل کیږي چې د غزني امنیه قومندان پرون په دغه سیمه کې وه.

طلوع تلویزن ته د غزني یوه هستوګن ویلي چې طالبانو د غزني امنیه قومندان ژوندي یا مړه نیولو پسې تصفیوي عملیات پیل کړي او  کوښښ کوي چې بچ ترې نشي.

په یوه جلا خبر کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې نن مازدیګر مهال د غزني ښار له پنځمې حوزې سره نیږدې ګڼ شمير سربازان طالبانو ته تسلیم او له مهماتو ډک ۴ رینجر ۳ ټانکونه یې ور وسپارل.

همداراز، د نن ورځې په اوږدو کې طالبانو هڅه وکړه چې له جنګ پرته کلابند سرتیري تسلیمۍ ته وهڅوي، د طالبانو سرچینې وایي چې یو لوی شمیر دغو سرتیرو خپل سرونه له مرګ وژغورل او طالبانو ته تسلیم شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد منلې ده چې نن ورځ د غزني په ښار کې له مختلفو امنیتي مراکزو څخه ۱۱۷ تنه حکومتي سربازان او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي او د سر او مال د خوندیتوب تضمین ورکړل شوی دی.

په یوه جلا پیښه کې، هغه څلور تنه سربازان چې له غزني ولایت څخه له جنګه په شا شوي ول، نن د پکتیا د مرکز په چوڼۍ سیمه کې طالبانو ته تسلیم شوي.

طالبان وایي چې تسلیم شويو سربازانو ژمنه وکړه چې بیا به د حکومت لیکوته نه ورځي او د امریکایانو سره په همکارۍ پيښمانه دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button