په فراه کې یو عسکر خپل دوه کمانډویان ملګري وژلي
عزم (۲۴/۵/۱۳۹۷ل) راپورونه وایي چې نن سهار وختي د فراه په بالابلوک ولسوالي کې یو عسکر پخپلو ملګرو ډزې کړې او دوه کمانډویان یې ځای پرځای وژلي دي. پېښه د خواجه خضر سیمې شاوخوا را منځته شوې.
طالبانو ویلې چې بریدګر د دوی یو نفوذي ملګری و او تر برید وروسته له څلور میله وسلې سره دوی ته روغه څټه رسېدلی. دوی بریدګر د احسان الله ولد بهلول په نوم معرفي کړی چې وایي د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
فراهي چارواکو که څه هم د دغې ولسوال په شیوان سیمه کې د عملیاتو د پیل خبر ورکړی، خو د کمانډویانو د وژل کېدو په اړه یې تردې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.