د ماسکو غونډه او د طالبانو د حقانیت اثبات

زخمي افغان:
دا اتلس کاله طالبانو ویل چې افغانستان اشغال دی، د جنګ عوامل بهرني اشغالګر دي او باید امریکایان له دې خاورې پښې سپکې کړي. خو اکثرو رسنیو او سیاسي ډلو او ګوندونو د طالبانو دغه ادعاء ردوله. که څه هم د اشغال پر ضد د طالبانو ادعاء له دیني او ملي قاموس څخه سرچینه اخیسته او د عام افغان اولس د زړه اواز و، خو بیا هم هیچا د دوی په دیني او ملي داعیه باندې سر نه خلاصاوه. ځینو د دوی داعیه پردۍ بلله، چا د وخت او عصر له غوښتنو سره په تناقض کې ارزوله او ځینو پرې نور نور نقدونه کول.
خو دا چې حق او حقیقت هیڅوک نه شي پټولای او نه یې مردود ثابتولی شي. دا دی وینو چې اتلس کاله بعد د اشغال پر خلاف او د بهرنیو ځواکونو د اخراج په رابطه د طالبانو مدعا د یوې سرتاسري افغان شمول شعار په بڼه وځلیده. د ماسکو غونډه کې نه یوازې طالبانو د امریکایانو په وتلو ټینګار وکړ، بلکې هغه حامد کرزي هم همدا غږ برحق وباله او ټینګار یې پرې وکړ چې کلونه وړاندې یې د امریکایانو شتون موجه باله. حتی هغه حنیف اتمر هم د اشغالګرو د شتون په ضد موقف خپل کړ چې څو کاله وړاندې یې د امریکایانو د دائمي شتون په سند لاسلیک کړی و. له جمعیت، حزب او حزب وحدت ګوندونو ونیسه، بیا د افغانستان د بیلابیلو سیاسي جریانونو، بانفوذه شخصیتونو او بیلابیلو اقشارو نماینده ګانو په یوه غږ د طالب په هغه مدعا د تائید مهر وواهه چې دا اتلس کاله بې اساسه او واهي خبره بلل کیده. هو کې، په مسکو غونډه کې په یوه غږ ټولو افغانانو له امریکایانو وغوښتل چې نور له افغانستانه ووځي. د دې پریکړه لیک له ابلاغ وروسته له افغانستانه د امریکایانو وتل نه یوازې پوځي او سیاسي مجبوریت دی بلکې اخلاقي مکلفیت هم دی.
تر دې پخوا که امریکایانو بهانه کوله چې په افغانستان کې یوازې طالبان د دوی له شتون سره مخالف دي نور اقشار یې د اشغال تداوم غواړي، د ماسکو له کانفرانس سره دغه بهانه او استدلال هم خنثی شو. ځکه د افغانستان د نږدې ټولو، سیاسي ډلو استازو او د بیلابیلو اقوامو سره تړاو لرونکو شخصیتونو په یوه غږ د اشغال د خاتمې غږ پورته کړ، چې په دې سره نه یوازې د اشغال پر ضد د طالبانو د اتلس کلن جهادي موقف حقانیت ثابت شو بلکې د اشغال پر ضد د مخالفت غږ نور هم تقویه او هیواد شموله شو.
د ماسکو د غونډې له پریکړه لیک سره سم ثابته شوه چې په تیرو اتلسو کلونو کې د طالبانو مبارزه برحقه، پر ځای او موجهه وه. بالمقابل په افغانستان د امریکایانو یرغل، ظالمانه، نامشروع او زموږ د دیني او ملي ارزښتونو سره مخالف یو داسې اشغال و چې په وړاندې مبارزه یې د طالبانو تاریخي کارنامه بلل کیدای شي.
د امریکایي اشغال سره مخالفت دا خبره هم ثابته کړه چې طالبان باغیان، دهشتګر او په اصطلاح د پردیو لاسپوڅي نه وو او نه دي، بلکې اوس د عام اولس غوندې اکثره افغان سیاسیون هم د دې حقیقت منلو ته چمتو شوي چې اشغال مردود او په وړاندې جهاد کوونکي یې په دیني او ملي مقیاس برابر ویاړمن غازیان دي چې په سخته مرحله کې یې په تش لاس او لږو امکاناتو د هیواد له استقلال څخه دفاع وکړه. موږ باور لرو چې د وخت په تیریدو به ډیر نور هغه حقائق هم ثابت او ټولو ته د منلو شي چې په تیرو اتلسو کلونوکې د اشغالګرو تر تبلیغاتي دوړو لاندې پټ او خپ شوي دي. ځکه حقیقت بالاخره هم ثابتیږي او د حقانیت لمر هیڅوک هم د تبلیغاتو په نقاب نه شي پټولای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button