د سهار وختي پاڅېدونکو کسانو د بریالیتوب ۱۱ دلیلونه

 

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
د ډېرو هغو کسانو پر خلاف چي خپل کارونه د شپې په نیمايي کي ترسره کوي، یو شمېر د بیولوژیکي لحاظه دا ډول دي چي سهار وختي له خورا ډېري انرژۍ مالامال وي. دا ډول کسان د ورځي د شروع په لومړنیو ساعتونو کي د ډیرو کارونو پر ترسره کولو بریالي کېږي.
د ډېرو څېړنو د پایلو پر اساس، سهار وختي پاڅېدل د زیاتو بریالیتوبونو یوازینی لامل حسابېږي. ددې ادعا د ثبوت له پاره چي سهار وختي پاڅېدونکي افراد بریالي دي لاندي درته ۱۱ دلایل وړاندي کوو:
۱: شونې ده په طبیعي ډول له هغه طبقه خلکو اوسئ چي سهار وختي له خوبه پاڅېږئ.

د تحقیقاتو پر اساس لس په سلو کي انسانان په طبیعي ډول سهار وختي له خوبه پاڅېږي. که تاسي هم له همدې ډلي یاست، سهار وختي پاڅېدل درسره مرسته کوي چي خپل تولید او موثریت زیات کړئ او له زیات بریالیتوب برخمن سئ.
۲: تاسي به په یوه ښه اداره کي په کار وګمارل سئ
ډېری بریالي او تاجر کسان سهار وختي له خوبه راکښېني. مثلاً د پیپسي شرکت رئیس، ایندرانویی د سهار پر ۴ بجې، د اپل شرکت رئیس، تیم کوک پر ۴:۳۰، او ریچارد برانسون پر ۵:۴۵ له خوبه راکښېني.
۳: ډېر احتمال سته چي د یوې عالي سهارنۍ خوړلو زمینه درته مساعده سي
د هارورد پوهنتون د روغتیا مرکز د تحقیقي نتایجو پر بنا، هغه کسان چي سهارنۍ نه خوري ډېر د زړه په ناروغیو د اخته کېدو احتمال لري. که سهار وختي له خوبه راکښېنئ د یوې بشپړي سهارنۍ خوړلو له پاره به کافی وخت ولرئ.
۴: روغتیا به مو په برخه کوي
د آمریکا د ارواپوهني له انجمنه په یوه خپره سوې مقاله کي ویل سوي دي کوم کسان چي سهار وختي له خوبه راکښېني له زیات جسمی او روحی روح و روانه برخمن دي.
۵: زیات موثریت او تولید به لرئ
سهار پاڅېدونکي کسان هم د نورو هغو په شان تر غرمې وروسته خپل سېک او انرژي بایلي، خو سهار وختي ئې بیرته په زیاته انرژي سره ورځ را پیلوي.
۶: ډېر فعال به یاست
د هاروارد پوهنتون د څېړنو له مخي، هغه کسان چي سهار وختي له خوبه راکښېني زیاته انرژي او سېک لري او په پایله کي زیات فعالیت کوي او له زیات بریالیتوب څخه برخمن کېږي.
۷: چاغېږئ نه 
د درکسل پوهنتون څېړني ښيي هغه کسان چي سهار وختي له خوبه پاڅېږي، د هغو کسانو په پرتله چي ټوله شپه وېښ وي، اضافي وزن نه اخلي.
۸: د ورځي په جریان کي به زیات وخت ولرئ
که هره ورځي یو ساعت وختي له خوبه پاڅېږئ، د کال په جریان کي به ۱۵ ورځي زیات وخت ولرئ چي کولای سئ له دې وخته د ورزش، مدیتیشن او سهارنۍ خوړلو، مطالعې یا بل هر کار چي ستاسي خوښېږي له پاره وقف کړئ.
۹: په تمرکز کي د اختلال د را پیداکېدو عوامل به مو کم سي
په شپه کي تلفوني تماسونه، متني پیغامونه او کسان ډېر کم د انسان په تمرکز کي د اختلال د راپیداکېدو سبب کېږي، سهار وختي پاڅېدل هم همدا ځانګړنه لري او فرد کولای سي چي ټول وخت خپل ځان ته ځانګړی کړي.

۱۰: تاسي به د ځمکي د طبیعي جریان سره توافق وکړئ
ډېری حیوانات د خپلو بدنو بیولوژیکي جریان د لمر د راختلو و لوېدلو سره عیاروي. سهار وختي پاڅېدونکي کسان هم د دې طبیعي ریتم سره هماهنګ کېږي.
۱۱: زیات خوشحال کسان به یاست
د تورنتو پوهنتون د څېړونکو له آنده، هغه کسان چي سهار وختي له خوبه راکښېني نسبت نورو ته خوشحال تره وي. نو څوک دئ چي نه غواړي له نورو خوشحال تره اوسي؟
بناً سهار وختي راکښېنئ او دا خپل عادت جوړ کړئ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button