محب:طالبان لا هم د نظام په توګه له حکومت سره خبرو ته نه دي تیار

 

عزم(دوشنبه، ۷ زمری ،۱۳۹۸)د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، طالبانو لا هم له خپل دریځ نه تنازل نه دی کړی او افغان حکومت لا هم د یوه رسمي نظام په توګه نه مني.

محب چې نن یې بغلان ولایت ته سفر کړی و، په یوه غونډه کې وویل، «طالبان لا هم دې ته چمتو نه دي چې له افغان دولت سره چې ځان د خلکو استازی بولي، مخامخ خبرې وکړي. لاهم د امارت ادعا لري او لاهم د دې ادعا لري چې له دولت سره مخامخ خبرې نه کوو.»

محب زیاته کړه، له همدې امله یې د یوه داسې ټول شموله مذاکراتي ټیم د جوړولو چارې پیل کړې چې هم دولت، هم سیاسي اپوزیسیون او مدني ټولنې په کې ونډه ولري.
«هغه پلاوی چې د هغه د جوړېدو په حال کې یوو – د افغانستان له ټولې ټولنې څخه به جوړ وي هم دولت په هغه کې شامل دی او هم مدني ټولنه او موږ په پام کې لرو چې په دغه پلاوي کې له رسنیو هم شامل کړو؛ ځکه چې نوی افغانستان د ټولو طبقو استازيتوب کوي او باید ټولې طبقې په دغه پلاوي کې ځان وویني.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو یوځل بیا ټینګار کړی چې له امریکا سره تر توافق وروسته له افغان لوري سره مذاکراتو ته چمتو دي خو له حکومت سره به د یوه سیاسي لوري په حیث چې نور سیاسي اپوزیسیونونه به هم په کې وي، خبرې وکړي، نه د یوه مشروع نظام په توګه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button