جنرال دوستم: امریکایان باید په فاتحانه توګه ووځي؛ طالبان مونږ ځپلی شو

عزم(جمعه، ۲۲ وږی ،۱۳۹۸)پخواني جنګسالار او د اشرف غني معزول شوي لومړي مرستیال یوځل بیا ټټر وهلی چې که حکومت او امریکایان واک ورکړي، طالبان به په شپږو میاشتو کې له ټولو شمالي ولایتونو وباسي.
نوموړي چې تیره ورځ یې په کابل کې یوې غونډې ته د ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې کولې وویل، «ما په شمالي ولایاتو کې د طالبانو د ځپلو لپاره یوه طرحه جوړه کړې چې د ناټو ځواکونو او بین المللي دوستانو ته تر وړاندې کولو وروسته مې د ملي امنیت شورا او رئیس جمهور مخې ته کیښووده، ورته ومې ویل، نه ستاسو پیاده عسکر غواړم، نه مو امکانات، فقط واک راکړئ اوما شپږمیاشتې و آزمویئ زه بې حسابه خبرې نه کوم»
دوستم زیاته کړه، له امریکايي چارواکو یې غوښتي، چې « له افغانستان نه په “فاتحانه” او “آبرومندانه” انداز ووځي، مونږ د طالب مخه نیولی شو،نه ملیشې جوړوو نه د هیواد تجزیه غواړو، یواځې د امریکا د ګټو لپاره به طالبان له منځه وړو.»

دوستم داسې مهال دا وړاندیز کوي چې څو ورځې وړاندې یې په شمال کې پر لویو لارو لسګونه پښتانه له موټرو ښکته او له طالبانو سره د لاس درلودلو په تور یې سخت شکنجه کړي وو..

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button