پر لار مې ستا د وینو څاڅکي لیدل – ذاکر
ملا محمد هاشم ذاکر
اشنا کوڅې ته پر بڼو راتلم
ستا پر قدم زه پر لېمو راتلم
پر لار مې ستا د وینو څاڅکي لیدل
هسې ډاډه پر هغو پلو راتلم
سوی وجود مې د سکروټو خوراک
مجنون د مینې پر اورو راتلم
د مینې زور و، په درد نه پوهېدم
لکه پتنګ پر سرو لمبو راتلم
ما وې چې څوک دې ارمان خاورې نه کړي
په دغه هیله او آرزو راتلم
د ستم کاڼي مې پر سر لګېدل
چې د رقیبو پر کوڅو راتلم
چیرې چې ورک شول د وفا په تمه
پر لار د هغو لېونو راتلم
ذاکر نور کور د هجران ونړاوه
چې د وصال په امیدو راتلم