د ارزګان دهراود ولسوالۍ پر امنیه قومندان سرتیری برید شوی

عزم(شنبه، ۴ لړم ۱۳۹۸): نن ماسپښین مهال د اروزګان دهراود ولسوالۍ پر امنیه قومندان شاه محمد د دغې ولسوالۍ په بازار کې سرتیری برید شوی دی.

د بريد هدف ددې ولسوالۍ امنيه قومندان شاه محمد شاه وو، خو ویل کیږي چې نوموړی له برید روغ وتلی او هغه ته زیان نده اوښتی.

قومندان شاه محمد په سترګو ړوند دی او د دهراود ولسوالۍ امنیتي چاري سمبالوي، خو خلک یې په ظام او زیاتي کې مشهوره بولي چې د طالبانو او عامو خلکو دواړو په وړاندې سخت زړی او زیاتی کوونکی بلل کیږي.

د دغه برید پړه تر اوسه چا په غاړه نده اخیستې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button