له بغلان او مزار وروسته په تخار او فاریاب کې زرګونو کسانو د عبدالله په ملاتړ لاریون وکړ

عزم(دوشنبه، ۱۱ لیندۍ ،۱۳۹۸)وروسته تر هغه چې د ټاکنو کمیسیون د ۳۰۰ زره خیالیو رایو د باطلولو په هکله د ډاکټر عبدالله غوښتنه رد کړه، د دغې ډلې مشرانو تر پلازمینې کابل وروسته ولایتونو ته د لاریونونو لړۍ غځولې ده.
په همدې لړ کې تیره ورځ د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف او د بغلان ولایت په مرکز کې پراخ لاریونونه ترسره او د ټاکنو له کمیسیون وغوښتل شول، تر څو ټولې تقلبي رایې باطلې کړي.
نن هم د یاد ټیم له خوا په تخار او فاریاب ولایتونو کې پراخې مظاهرې وشوې او له یاد کمیسیون څخه وغوښتل شول تر څو د اکثریت نوماندانو پریکړه او غوښتنه ومني.

لاریونوالو چې د “مرګ پر متقلبینو ” شعارونه یې له ځانه سره لیږدول، خبرداری ورکړ چې که کمیسیون دغه ۳۰۰ زره غیرقانوني رایې باطلې نه کړي، دوی به پر سولییزو لاریونونو سربیره پر وسلوال مقاومت هم غور وکړي.
نومواندان وایي، دغه درې سوه زره رایې چې هیڅ بایومتریکي اساس نه لري، کمیسیون هڅه کوي چې د پراخو بډو په ترلاسه کولو یې سیستم ته د قانونی رایو په توګه داخلې کړي ، په داسې حال کې چې له اشرف غني پرته هیڅ نوماند ته دا پریکړه د منلو نه ده او پر وړاندې یې د پاڅون خبرداری ورکړی دی.

شنونکي وایي، له روانولاریونونو څخه په جوته توګه څرګندیږي چې وضعیت پر یوه ناڅرګند خونړي لوري تلونکی دی او که ټاکنو کمیسیون خپل ټینګار ته ادامه ورکړه، ښایي هیواد له یوه بل ناورین سره مخ شي

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button