طالبان: د پخواني ولسمشر او نورو چارواکو وروستي اعترافات زمونږ دریځ تائیدوي

طالبانو یادونه کړې چې، د هېواد د آزادۍ او د اسلامي نظام د نفاذ د علیا اهدافو د تحقق لپاره د پیل کړې مبارزې له پیله یې ویلي چې « له بېواکه او پاشلو جهتونو سره په مذاکراتو کې ښکېلېدل هیڅ ګټه نه لري.»

عزم(چهار شنبه،۱۱مرغومی ،۱۳۹۸): طالبانو په خپله سرمقاله کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستیو څرګندونو باندې تبصره کړې او ویلي یې دي چې «د رژیم د چارواکو اعترافونه باید د هغو خلکو ذهنونه ورخلاص کړي چې د خدای او وطن تر شعار لاندې د اشغالګرو د اهدافو لپاره له خپل ولس سره په جګړه بوخت دي او فکر کوي چې رښتیا هم د ولس په خدمت او دفاع کې اخته دي»

پخواني ولسمشر څو ورځې وړاندې له امریکا غږ سره په مرکه کې په معترفانه توګه ویلي وو چې “د ټاکنو په نوم ډرامه هیڅکله د افغانانو په لاس کې نه وه بلکې دا د پردیو د معاملې سلسلې وې. نوموړي ویلي، نه په ۲۰۰۹ز کال کې، نه په ۲۰۱۴ز او نه تیرې ټاکنې زموږ په لاس کې وې- دا د پردو د معاملې سلسله ده.”

کرزي دغه راز په یوه بله مرکه کې ویلي چې نوموړی “د یوې آلې په څېر کارول کېده.”
طالبانو ویلي چې د کابل ادارې د پخواني مشر او نورو چارواکو اوسني اعترافات ددوی ” اسلامي امارت” پر دریځ باندې د تایید مهرونه وهي او زیاته کړې یې ده چې «اسلامي امارت پر هېواد باندې د امریکا او د هغې د اشرباڼو د اشغال له پیل راهیسې ویلي چې په کابل کې د حکومت په نوم نصب شوې څېرې نه خپلواکي لري او نه هم د څه اختیار. دا منفور، رټل شوي، جنایتکار او مفسد اشخاص یوازې مهرې دي او یرغلګرو خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره پر دې مظلوم ملت باندې تپلي او د یوې آلې په څېر یې کاروي.
اشغالګرو پر افغان ولس باندې د دې تپل شویو او جنایتکارو څېرو ناروا حاکمیت ته د څه مشروعیت وربخښلو په پار ډيرې هلې ځلې وکړې، چې یوه یې هم د ټاکنو په نوم ډرامه وه. اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې په دې تش په نامه ټاکنو کې د خلکو رایه هیڅ ارزښت نه لري، بلکې یوازې هغه اشخاص به پر دې ملت مسلط کیږي کوم چې د اشغالګرو ګټو ته ژمن او یا هم د هغوی خوښ وي.»

طالبانو یادونه کړې چې، د هېواد د آزادۍ او د اسلامي نظام د نفاذ د علیا اهدافو د تحقق لپاره د پیل کړې مبارزې له پیله یې ویلي چې « له بېواکه او پاشلو جهتونو سره په مذاکراتو کې ښکېلېدل هیڅ ګټه نه لري.»

طالبانو پر ټولو سیاستوالو او حکومتي چارواکو غږ کړی دی چې« نه باید نور د خدمت په نوم د غلامۍ طوق په غاړه کې پرېږدي، نه باید پردیو ته اجازه ورکړي چې د یوې آلې په څېر یې د خپل دین، هېواد او ولس پر ضد وکاروي»
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د جمعیت اسلامي ګوند اجرایه مشر او د پخوانۍ شمالي ټلوالې ددفقید قوماندان احمد شاه مسعود ورور هم ورته یادونه کړې وه او دلته یې برخلیک ټاکونکي بهرنیان بللي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button