د مولوي عبدالسلام ضعيف صاحب نوی شعر
سراب ته مي سول مخه د اوبو پـه تمه تمه
که سوله طولاني سوه د کلو په تـمه تـمه
عنقا غوندي يـو هيله د هـوا سوه نـه خپليږي
موږ لار ورتـه څارلـه د شيبو پـه تـمه تـمه
زرګونه ککری سولې تـر تـورو خاورو لاندي
لا لوبـــه ده روانه د ګــټو پــــه تــمه تــمه
ژوندي ژړانده ورک سـوله ځـوانان زمـوږ د کلي
د مـندو زاري تــرک سـوي د راتلــو پـه تـمه تـمه
دعـا د ټـول امـت ده په تعليق کـي او کـه څنګه
اسمــان تـه سترګـي وړو د قبليـدو پـه تـمه تـمه
ساحــل تـه لاره واړه طوفانـونـو ده ډب کـړي
څـپو څپو کـړو لانـدي د وتـو پـه تـمه تـمه
دا شـپه ډيـره اوږده سـوه او تاريکه سـر ګـردانه
ماتــم راتـه تـور تـم سـو د سپيـدو پـه تـمه تـمه
لقاء د ښو ځوانانو بې تهديده خلک غـواړي
دوه وروڼــه بــيل وسيـږي د لـيدو پـــه تـمه تـمه
چــا ســوله يــرغمل کــړه د پــروژو پــه جوړولو
کـــاذبه داعيـه سـوه د کــيدو پــه تـمه تـمه
عقلونــه يــرغمل دي د قــدرت او مـال پـه مـينه
حـق هـم داسـي مغلـوب دی د پيسو پـه تمه تمه
ضعيف ځواني کړه تيره د جنګونو په ګرداب کې
سپين ږيری سو د جنګ د تم کيدو پـه تمه تمه