’محب په پټه له هنده افغانستان ته د ځواکونو رالېږلو غوښتنه کړې‘

عزم (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۸): یوې هندۍ رسنۍ ویلي چې د کابل حکومت د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب، هند ته د خپل سفر پر مهال له دې هېواده افغانستان ته د خپلو سرتېرو رالېږلو غوښتنه کړې ده.

د CNBCTV18 ټلوېزون د یوه مطلب له مخې، ښاغلي محب دا غوښتنه د روانې جنورې میاشتې په نیمايي کې د ریزینا ډایلوګ ۲۰۲۰ په غونډه کې د ګډون پر مهال په پټه له هندي چارواکو کړې ده.

د مطلب لیکونکې خبریاله وايي چې محب په افغانستان کې د ’سوله ساتونکو‘ د رول لوبولو لپاره حداقل د یوې لوا او یا فرقې غوښتنه کړې ده.

هندۍ ډيپلوماټیکو سرچینو ویلي چې کابل حکومت احتمالا د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د ګڼ-ملیتي چارچوب جوړولو هیله لري.

بلخوا، د ملي امنیت شورا ویاند، جاوید فیصل، دا راپورونه ردوي او وايي ښاغلي محب داسې غوښتنه نه ده کړې.

له هنده د ملي امنیت د سلاکار لخوا د سرتېرو د غوښتنې په اړه داسې مهال راپورونه خپریږي چې امریکا له طالبانو سره یوې هوکړې ته نږدې شوې، چې له مخې به یې له هېواده د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل پیل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button