طالبان: یوناما امریکایانو ته له بشري مکررو جنایاتو څخه د برأت ورکولو دلایل تراشي

عزم(شنبه، ۳کب ۱۳۹۸):طالبانو د ملکي تلفاتو په تړاو د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولې “یوناما”راپور ته غبرګون ښوودلی او دا راپور یې امریکایی لوري ته د کمپاین کولو هڅه بللې ده.
په دغه راپور کې د تیرکال د درنو ملکي تلفاتو پړه بیا هم پر طالبانو ور اچول شوې او ویل شوي دي چې امریکایي لوری تیرکال د ملکي تلفاتو په تړاو د ۸ سلنې، د کابل حکومت ۱۶، داعش ۱۲ او طالبان بیا د ۴۷ سلنې مسئول بلل شوي دي.

د طالبانو اعلامیه وایي«که هر آزاد او د عقل خاوند افغان د یوناما راپور او پورته د ړندې محاسبې فیصدي وګوري، له ورایه ښکاري چې یوناما د امریکايي اشغالګرو لپاره په کمپاین بوخته ده او هغوی ته له بشري مکرر او پرلپسې جنایاتو څخه د برأت ورکولو دلایل تراشي. »

طالبان وایي، په افغانستان کې د ملکي تلفاتو او پيښ ناورین لومړۍ درجه عامل امریکايي “اشغال”دی چې نولس کاله کیږي زموږ په خاوره هرکال زرګونه ټنونه باروت اوروي او خلک وژني.

اعلامیه کې د امریکا د دفاع وزارت”پنټاګون” راپور ته چې ګواکې تیر کال یې له ۷۰۰۰ زیات بمونه په افغان خاوره اورولي اشاره شوې او ویل شوي دي چې «که فرض کړو چې د هر امریکايي بم وزن اقلا ۵ کیلوګرامه وي، نو مجموعا (۳۵۰۰۰) کیلو ګرامه باروت کیږي چې له فضا څخه په ړانده شکل په افغان بې دفاع ولس، ښځو، ماشومانو او عامو کورونو اورول شوي دي.»

د طالبانو وینا پاڼه وایي«په تیرکال کې د شپنیو چاپو، د سي آی ای اړوند د (صفریک، صفردو، صفرسه، ضربتیانو او په کندهار کې ځانګړي ځواک) لخوا چې په ملکي افغانانو کوم وحشت شوی، ټول اولس يې شاهد دی او وخت په وخت رسنیو هم راپورونه پرې درلودلي دي. »

اعلامیه زیاتوي، له دومره ستر وحشت سره سره بیا هم امریکایان په ټول کال کې ایله د ۸ سلنې ملکي پيښو مسئول بلل څرګندوي او داچې « د یوناما راپور د امریکا چارواکو تر نظارت لاندې ترتیبیږي او د افغان ولس په سترګو کې د خاورو شیندلو هڅه ده. »

طالبانو د یوناما راپور یو لوریز بللی دريځ او د تأسف څرګندولو ترڅنګ یي دا راپور په کلکه رد کړی دی.

طالبانو ویلي، دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د پيښو د ثبت او راجستر لپاره ځانګړی کمیسیون لري چې د هغو د دقیقو محاسبو له مخکې په تیرکال کې امریکايي او د کابل ادارې عسکر په هیواد کې د ۸۳ سلنې ملکي تلفاتو مسئول دي.

د یادونې وړ ده چې یوناما ویلي، په تیر ۲۰۱۹م کال کې د ملکي تلفاتو کچه پنځه سلنه راټیټه شوې وه اود خبرپاڼې له مخې یې چې، تېر کال ۳۴۰۳تنه وژل شوي او ۶۹۸۹تنه ټپیان شوي دي، چې ټولیز شمېر یې له لسو زرو څخه پورته دی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button