یوناما: ټول اړخونه باید د جګړې د ختمولو لپاره کلک ګامونه پورته کړي

عزم(یکشنبه، ۱۱ کب ۱۳۹۸): په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما مشر تدامیچي یاماموتو ویلي چې تول اړخونه باید د جګړې د ختمولو لپاره ریښتیني ګامونه پورته کړي.
نوموړي د اورکم تیره اونۍ بریالی بللې او زیاته کړې یې ده چې دغه موده باید وغځیږي، په اړه یې باید هڅې دوامداره شي او هیله یې ښودلې چې دا به بین الافغاني خبرو ته لار پرانیزي.

د یوناما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د هغه له قوله ویل شوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته اوس ټول لوري باید د جګړې د پایته رسولو لپاره ریښتوني ګامونه واخلي.
یاماموتو د نوي حکومت په اړه د عبدالله او ځینې سیاسیونو هغه خبره کړې چې ویلي یې وو یو ټول شموله حکومت غواړي چې همدغه خبر طالبان هم کوي او همدا پرون یې بیا و ویل: داسې یو حکومت غواړی چې هر افغان پکې ځان و ویني.

یوناما داسې مهال پر ټولو لوریو د جګړې د پایته رسولو غږ کوی چې تیره ورځ طالبانو او امریکا د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې بنځه زره بندیان په راروانو لسو ورځو کې خلاصیږي او وروسته له هغه به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي، خو نن اشرف غني و ویل چې د بندیانو خلاصون تر امریکا پورې اړه نه لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button