د چلنجونو پرتله او د اسلام فيصله

 عبدالرقيب رقيب
وايې په اوس وخت کې جمهوریت باید ومنل شي ځکه خلک په شورا نه سره جوړېږي.
بیا وایې د مسلمانانو جهوریت د اسلام سره مطابق دی ځکه دلته قانون د قران او حدیث په اساس جوړېږي، نه د خلکو د رایو په اساس.

خو حقیقت دا دی چې دغه خلک د الله تعالی د تیرایستلو ناکامي هڅې کوي؛ په واقع کې خپل ځانونه غولوي
دا چې کوم شرعي حکم خلک نه مني هیڅکله د پرېښودلو دلیل نشي کیدلای؛
الله جل جلاله فرمايې : (فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا)
الله ﷻ خپل رسول ته په قسم سره وايې چې هغوى تر هغو مؤمنان كيدى نه شي څو تا په خپل منځي شخړو کې حكم كړي، بيا ستا د پرېكړو په اړه په خپلو زړونو کې تنګي و نه مومي او بشپړه غاړه کښېږدي.
نو ویلای شو چې په شرعي احکامو د خلکو ناخوښي د دې دلیل نشي کیدای چې هغه حکم له لاسه ورکړو، بلکي د دې دلیل دی چې دا خلک په واقعي معنی مومنان نه دي…
په دیني چارو کې دا ډول لاس وهونکي خلک په ځای د دې چې په خلکو کار وکړي او د دین حکمونو ته یې منقاد کړي دوی په شریعت کې لاسوهنه پیل کړې ده او د خلکو د خوښې سره سم دینیات تراشي!!
بیا وایې که خپل نظام د شورا په اساس جوړ کړو نړۍواله ټولنه یې راسره نه مني نو ځکه خو باید په داسي شکل جوړ شي چې هغوی ته د منلو وړ وي!!
هرمومن باید د الله جل جلاله د بنده په حیث د الله جل جلاله د غوښتنې سره د نړۍوالو د غوښتنو د ټکر په صورت کې د الله فرمان ته پابند وه اوسئ، الله تعالی فرمایې: (وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ) هغوی ارزو لري چې ته ورته (د حق په تراشلو کې) نرمي وښيې ترڅو دوی هم درته نرمي وښيې. دا خبره الله تعالی د رد په منظور کړې ده او بیا فرمایې چې د دغسي خسیسو خلکو خبري مه منه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه قوانین او نظام له فعلي شرائطو نه په سختو شرائطو کې د وخت د امنیت شورا او ملګرو ملتونو (قیصر+کسرا+عربي قبائل) خلاف تاسیس او عملي کړل؛ هغوی ورباندي سخت بندیزونه ولګول، ټولیز جنګونه یې ورباندي وکړل، داسي قدرتونه یې ورباندي وه ازمویل چې د انساني فکر په اساس ورنه هیڅ د خلاصون لاره نه وه؛ خو بیا هم الله جل جلاله ورته په دین کې د لاسوهنې او نرمي ښوولو اجازه ورنه کړه، ورته یې وفرمایل: (وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ) که د هغوی د ناوړه غوښتنو اتباع وکړې نو د الله تعالی د عذاب نه به دي هیڅ قریب او کومکګیر خلاص نه کړي.
کله چې په هغو سختو شرائطو کې الله تعالی خپل محبوب ته دغسي خبر ورکوي نو زموږ لپاره بیا له کومه سهولت نازل شو چې د کفارو د غوښتنو سره سم دین او نظام وسکڼو، حال دا چې د نړۍ له مطلق اکثریت څخه همدا مسلمانان برخمن یو او ترهرچا ډیر یو.
او بله دا چې دلته نړۍوال يواځي همدا راته وايې چې که زموږ د خوښې نظام جوړ نه کړئ نو موږ مو په رسميت نه منو او کومکونه درسره نه کوو. چې دا نو د نبوي عصر د کفري فشار او چلنجونو په نسبت هيڅکله فشار نشو ګڼلای.

راځو دیته چې ایا جمهوریت اسلامي کیدای شي؟ د مسلمانانو د جمهوریتونو قوانین رښتیا هم د قران او حدیث په اساس دي؟.

جمهوریت یواځي د عامه رایو په اساس د حاکم په ټاکلو کې خلاصه شوی نه دی، بلکي دلته هرڅه د اکثریت په اساس روان وي.
اول خو په اسلام کې د منصب لپاره نوماند کیده جواز نه لري که څوک منصب په خوله وغواړي نو اسلام جواز نه ورکوي چې ورته وسپارل شي؛ رسول الله صلی لله علیه وسلم ته دوو صحابه کرامو د منصب وړاندي وکړ، رسول الله ورته وفرمایل «دا مسؤلیتونه موږ هغه چاته نه سپارو چې په خوله یې غواړي». اما که یوڅوک باور ولري چې همدا منصب ضائع کېږي بیا یې غوښتل جواز لري. خو په مروج جمهوریت کې هیڅکله دغه شرعي اصل په نظر کې نیول شوی نه دی، دلته که د چا سل په سله باور وي چې دا سړی د منصب اهل نه دی خوبیا هم که پنځوس+۱ رایه ترلاسه کړي دوی ورته په حقیت قائل وي چې دا نو هیڅکله شرعي معیار نشي کیدلای.
د جمهوریت قوانین له ولسي جرګې نه په داسي حال تصوبېږي چې په دیني احکامو د بالکل ناخبره مسلمانو ترڅنګ ذمي کافران هم ولسي وکیلان وي، هلته د قانون د تصویب لپاره هیڅ شرعي معتبر دلائل نه تبادله کېږي بلکي د سور او زرغون کارت پورته کول یې معیار دی، مطلب دا چې پوره ماشومانه لوبه روانه وي چې هیڅکله دیني او حتی عقلي رنګ نه لري.
موږ د مسلماني نړۍ جمهوریتونه وینو چې هیڅکله هیڅوک پکې داسي بېلګه نشي وړاندي کولای چې هلته دي سود، قمار، اختلاط او نورو شرعًا ناروا کړنو باندي قانوني بندیز لګول شوی وي، دا جمهوريتونه نو څنګه اسلامي شول چې قوانين يې د اسلام د اساساتو سره په ټکر تصويبېږي?!

که مو د اسلام عملي کول په وسه پوره نه وي نو په ښکاره خپله عاجزي اعلان کړئ اسلامي احکام او اعتقادات مه تحریفوئ!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button