مسیر: دوه حکومتونه په یو کال کې یو پلاوی نه‌شي ټاکلی

عزم(دوشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۸ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د حکومت له لوري له سولې سره په ساړه چلند بحث کړی دی، چې په یو کال کې یې د یوه پلاوي په ټاکلو بریالی نه‌شو او هره ورځ د یوه پلاوي د ټاکنو ژمنه کوي؛ خو عملي کېږي نه.

«محمد اشرف غني د لوړې مراسمو په ورځ ژمنه کړې وه چې د مارچ په لسمه به د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی نهايي او اعلان کړي. دا دی د ولسمشر غني له وعدې شپږ ورځې اوښتې، خو پلاوی تر پرون ناوخته پورې هم په رسمي ډول نه و اعلان شوی. پرون ځینو رسنیو یو نوملړ خپور کړی و، خو ارګ نه وه تایید کړې چې دا به د پلاوي غړي وي. له دې سره لا هم طالب بندیان نه دي خوشې شوي او آن په دې تړاو خپور شوی فرمان هم نه دی عملي شوی او ویل شوي چې د بندیانو دوسیو ته بیا کتنه کېږي.»

ورځپاڼې لیکلي، که سوله کېږي نو د اوسني حکومت کډه هم بارېږي؛ ځکه په سوله کې بیا داسې حکومت نه‌شي چلېدای، چې د پردیو مټو په زور واک ته رسېدلي وي او حکومت هم همدغه برخه کلکه کړې ده او د سولې مخالفت کوي.

«له کابله د بین الافغاني خبرو لپاره هڅه او اراده کمزورې ده او له دې چارې سره د حکومت چلند سوړ دی. که څه هم حکومتي چارواکي د طالبانو بریدونه یادوي او وايي چې بندیان له همدې امله نه خوشې کوي، خو ټول درک کوي چې حکومت غواړي بین الافغاني خبرې وځنډوي. که د بندیانو مسئله د طالبانو له جګړې سره تړلې وي، نو پلاوی ولې نه ټاکل کېږي؟! له یو کال راهیسې حکومت ته ویل کېږي چې باید وټاکل شي، خو حکومت پکې خنډ او ځنډ راولي. له دې په روښانه ډول معلومیږي چې حکومت غواړي دا خبرې وځنډوي. له پرون راهیسې په ځینو رسنیو کې د یو پلاوي لېست هم خپور شوی، چې که همدا پلاوی وي، نو په رښتیا هم نه یوازې دا چې په دومره ځنډ نه ارزېده، بلکې خوار کمزوری، بې تجربې او ناسم پلاوی دی. له یوه اړخه دا یو ملي او ټولمنلی پلاوی نه دی، له بله اړخه د سولې او مذاکراتو په برخه کې هم تجربه نه لري. دا وېره هم شته چې طالبان به دا پلاوی هېڅ ونه مني او خبرو ته به ورسره حاضر نه شي. په دې ډول د خبرو پیل لا ځنډېږي. د حکومتي چارواکو له خوا د خبرو په مخ کې د خنډ او ځنډ را وستلو لامل هم د درک وړ دی، ځکه چې د بین الافغاني خبرو پایله سوله ده او د سولې له پیل سره د اوسنیو چارواکو او ولسمشر واکمني ختمیږي. دوی چې له سولې سره مخامخ مخالفت نه شي کولی، غواړي داسې کارونه وکړي چې د سولې د ځنډ لامل شي او په دې سره به دوی ته د واکمنۍ د غځېدو چانس په لاس ورشي. دوی ته دا مهمه نه ده چې هره ورځ جګړه او تاوتریخوالی افغانانو ته څومره ځاني او مالي زیانونه اړوي، بلکې دوی ته یوازې خپله واکمني او د د واکمنۍ دوام مهم دي.»

ورځپاڼې له خلکو، سیاستوالو او قومي مخورو څخه غوښتي چې حکومت مجبوره کړي، چې د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی وټاکي.

«د بین الافغاني خبرو پیل ډېر مهم دی، باید ژر پیل شي او موږ یې ژر مثبته پایله ووینو. اوس پکار ده چې په دې برخه کې پر حکومت ولسي او سیاسي فشار زیات شي. ارګ ته باید واضح پیغام ورکړل شي چې نور د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډ جوړول او د سولې مخالفت پرېږدي. که بین الافغاني خبرې پیل نه شي، د امریکا او طالبانو هوکړه نه یوازې دا چې ګټوره نه ده، بلکې افغانستان لا له زیاتو او نوو ستونزو سره مخ کولی شي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button