غــــزل/ ملا داؤد “همت”
غــــز
درواخلئ درســـــــــره دې وي ګلونو یو انځور
دســـــــــــتړي ژوند د ډیرو ارمانونو یو انځور
له ورایه به ښـــــکاریږي په پښتو به وي لیکلی
لوســـــــــتونکو د حالاتو او دردونو یو انځور
کتاب کتاب خـــــــبرې به پخې پکې پرتې وي
غــــږیږي به په حال او په وختونو یو انځور
ممکِن چې ډیر سبق ځنې حاصل کړئ په اسانه
ومخې ته مو ږدمه، د درســـــــــونو یو انځور
ژباړلی او ر یښتونی يې پریږدم درته وګـــــړو
دټولــې زندګــــــــــــۍ د داستانونو یو انځور
لګیا یم پنځومه په واړه غــــــوندې غـــــزل کې
داود هـــــمت” د زړونــو د رازونــو یو انځـــور”