د مالیې وزارت ویاند: د سرحدونو تړل د سوداګرو په اقتصادي وضعیت منفي اغیز کوي

عزم(یکشنبه، ۳ وری ۱۳۹۸): له پاکستان سره د سرحدونو په تړلو د سوداګرو په اقتصادي وضعیت منفي اغیز کوي، خو د خوراکي توکو له کمبود سره مخته نه راځو.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان عزم ته د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولو تړلو په اړه وایي چې اوس مهال مونږ په شمال کې له نورو هیوادونو سره د راکړې ورکړې ښې اړیکې لرو چې له امله یې د پاکستان سره تړلیو پولو د بندولو منفي اغیز نشي کولی.

شمروزخان وړاندې ویلي چې په راتلونکي کې د همسایه هیوادونو سره دې توافق ته رسیدلي یو چې په خپل موسم کې هغه څه له هغوی راوړو چې دلته نشته او هغه څه هلته یوسو چې هلته نشته.

که څه هم عبدالله تر حکومت یوه ورځ وړاندې اعلان وکړ، خو نوموړي د ډاکټر عبدالله هغه خبره رد کړې چې ګواکې پاکستان د چمن دروازه یې د دوی په غوښتنه خلاصه کړې او زیاته کړې یې ده چې حکومتونه د یو چا په شخصي رابطو داکار نه کوي بلکې دا د اشرف غني په مشری د حکومت په غوښتنه ترسره شوی.

د مالیې وزارت باندې د ولسي جرګې له لوري په بار بار نیوکې وشوې او دغه وزارت یې په حساب نه ورکولو ونومولو او ادعا یې کړې وه چې د اشرف غني په ګټه یې سلګونه ملیونه روپۍ ویستلي او اوس مهال هیڅ بودیجه په لاس کې نه لري، خو د یاد وزارت ویاند وایي چې روان ۱۳۹۹ کال ته یې اراده او هڅه ده چې له نړیوالو هیوادونو څخه مرستې راجلب کړي، د ګمرکاتو په عوایدو او منابع بشري په څانګو کې اصلاح راولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button