مسیر: حکومت ولې پر مسجدونو د بریدونو مخه نه‌ نیسي؟

عزم (یکشنبه، ۲۵، غبرګولی، ۱۳۹۹ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې پر مسجدونو د بریدونو او د دیني علماوو په وژنه باندې بحث کړی دی. ورځپاڼې«غندنه نه، ساتنه پکار ده» تر سرلیک لاندې لیکلي، حکومت تل دا بریدونه غندي او د پلټنو خبره کوي؛ خو نه یې مخه نیول کېږي او نه د پلټنو پایلې معلومېږي.

«ولسمشرۍ ماڼۍ، د مصالحې عالي شورا، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، پخواني ولسمشر حامد کرزي، په کابل کې د امریکا سفارت او  ډېرو نورو دولتونو او بنسټونو  په شېرشاه سوري جومات کې چاودنه غندلې ده. د جمعې په ورځ په شېرشاه سوري جامع جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې د ملا امام په ګډون پکې څلور کسان شهیدان شول او اته تنه نور ټپیان شول. طالبانو چاودنه غندلې او دا یې د استخباراتي کړیو کار بللی دی. حکومت خو د تل په شان دا برید هم غندي، د وطن د دښمنانو کار یې ګڼي او د پلټونو خبره کوي.»

د سرلیکنې له مخې، دغه بریدونه حکومت، طالبان، امریکا، ناټو او ټول یې غندي. حکومت یې د دښمنانو کار بولي او طالبان یې د دسولې د دښمنانو کار، خو له دومره ګواښونو سربېره بیا هم حکومت په دې اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.

«په دې وروستیو کې افغانانو له یوه پېچلي وحشت سره مخ دي. هېڅ ځای خوندي نه دی، کلی، کور، ښار، سړک، جومات، ښوونځی، روغتون، لوبغالی او هېڅ ځای خوندي نه دی. په هر ځای کې د وحشت او چاودنې شونتیا شته او کېږي. حکومت دښمن وحشي ګڼي، بریدونه غندي، خواخوږي څرګندوي، د امنیتي ځواکونو د قربانیو خبره کوي، په راتلونکي کې د خپلو تیاریو او بریاوو خبرې کوي، د پلټنو او کمېسیون ټاکلو خبره کوي، خو وحشت همغسې روان دی او زیاتیږي. خلک نه پوهېږي چې دا وحشت څوک او ولې کوي. طالبان وايي چې دا د سولې دښمنان کوي او غواړي د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي، خو د سولې دښمنان معلوم نه دي. په حکومت کې ځینې چارواکي په دې بریدونو کې طالبان دخیل ګڼي، خو ځیني بیا وايي، داعش یې کوي او ځیني هم وايي چې داعش کوي. دا چې برید څوک کوي دا یو بحث دی، له شک پرته چې وحشي او له اسلامه لرې ډلې او اشخاص دا ډول کړنې کولی شي، خو ولې یې مخه نه نیول کېږي او ولې بیا بیا دښمن بریالی کېږي چې دا ډول وحشت وکړي؟!‎ حکومت به وايي، ترهګر ساده هدفونه په نښه کوي، خو په دې وروستیو کې جوماتونو او دیني عالمانو ته ګواښ زیات دی، هدف هم معلوم دی، خو بیا هم تدابیر نشته، ولې!؟»

ورځپاڼې لیکلي، حکومت ۳۵۰زره ځواکونه لري، ترڅنګ یې د امریکا او ناټو ملاتړ هم له ځان سره لري او دا یې مسوولیت هم دی، چې ددغه ډول بریدونو مخه ونیسي او د خپلو پلټنو پایلې هم شریکې کړي.

«د نورو په ملامت ګڼلو او د دښمن په وحشي معرفي کولو سره ستونزه نه حل کېږي. حکومت باید ځواب ووايي. نور د وحشتونو د غندلو او د دښمن د وحشي ښودلو وخت تېر دی. شهیدان هسې خدای بښلي، د چارواکو دعا ته اړتیا نه لري. خلک پوهیږي چې دښمن وحشي دی او په هر ځای کې برید کوي. که حکومت دا خبرې وکړي او که نه، خو دا د حکومت مسوولیت نه کموي. حکومت شته، ۳۵۰ زره ځواکونه لري، د نړۍ له ستر زبرځواک سره امنیتي او ستراتېژيک تړونونه لري، ناټو یې تر څنګ ولاړه ده او ګڼ نور هېوادونه یې هم ملاتړ کوي. اوس حکومت باید ځواب ووايي چې له دې ټول قوت او ملاتړ سره سره، ولې د ارګ په څنګ کې یو جومات نه شي خوندي کولی. کله چې په وزیر اکبرخان جومات برید کېږي، په کابل کې په دوو- دریو لویو جوماتونو کې شېرشاه سوري جومات راځي، حکومت ولې د دغو جوماتونو امنیت ته پام نه کوي. زموږ استخباراتي او امنیتي ځواکونه په څه بوخت دي!؟ حکومت ته پکار ده چې نور خپلې دندې ته پام وکړي. د حکومت دنده غندل او خواخوږي څرګندول نه، بلکې د خلکو ساتنه ده. تر بلې هر چارې ډېر حکومت ته باید د خلکو ژوند مهم وي او په دې برخه کې هېڅ ډول غفلت د زغم وړ نه دی.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button