پر امرالله صالح چاودنه؛ ډیری یې مرموز او پلان شوی برید بولي

عزم پنجشنبه،۲۰، وږی، ۱۳۹۹):نن سهار مهال د کابل ښار په تایمني سیمه کې د اشرف غني پر لومړي مرستیال امرالله صالح چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې ۱۰کسان ووژل ۳شول او دده د ساتونکو په ګډون ګڼ نور په کې ټپیان شول.
طالبانو سملاسي په برید کې خپل لاس درلودل رد کړل او بلې کومې ډلې هم تر اوسه د برید پړه پرغاړه نه ده اخیستې..
ځینې سرچینې وایي چې چاودنه د یو موټربم په توسط چې له وړاندې سیمه کې درول شوی وه، ترسره شوې او هغه هم داسې مهال چې د ښاغلي صالح کاروان سم ساحې ته نه وه داخل شوی.

خو د کورنيو چارو وزارت بیا وايي چې پر امر الله صالح په يوه کراچۍ کې د ځاي پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله چاودنه شوې.

نني برید په ټولنیزو رسنیو کې ګنګوسې راپیدا کړې او داسې ویل کیږي چې ښایي د سولې د تخریب لپاره دا برید د ښاغلي صالح_ ارګ او ځینو سفارتونو د هغو ګډو دسیسو د لړۍ برخه وي چې غواړي په هر قیمت د بین الافغاني مذاکراتو پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ او د بهرنیانو د ګټو د خوندیتوب ترڅنګ خپله بقاء هم خوندي کړي.
دوی وایي چې د ښاغلي صالح مرکه، پر ډیورند د هغه دریځ او ورپسې دا ډول مرګونې حمله دا ثابتوي چې د سولې ضد کړۍ د دغه بهیر د تخریب لپاره پر ټولو ممکنه غوراویو کار کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button