شاعر او لیکوال رحیم سکندر ازاد شوی

د ټولنیزو رسنیو فعال، ازاد ژورنالېست، لیکوال او شاعر رحیم سکندر چې لویې پکتیا سره تړاو لري، له څو میاشتو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې راڅرګند شو او ملګرو یې د خلاصون خبر ورکړ.
هغه چې په فیسبوک پاڼه یې جسدونو ته د بې عزتي له امله د حکومتي ځواکونو په اړه توندې څرګندونې کړې وې او افغاني کافران یې بللې وو. په همدې جرم ملي امنېت نامعلوم زندان ته یوړ او د هغه کورنۍ یې له سپین سرې مور او اولادونو سره، بې سرپرسته پرېښوده.
که څه هم وروسته بېلا بېلو لوریو د حکومت په مشرانو غږ وکړ چې د بیان ازادي اصل ته په کتلو رحیم سکندر بېرته ازاد کړي.
لا هم ملي امنیت تر اوسه د هغه د نیولو د اصلي لامل په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ملګري یې وایي: چې هغه پر حکومت د روا؛ خو توندو نیوکو له امله د سر باېللو لوبه پیل کړې وه، چې خدای جل جلاله بېرته وژغوره؛ مګر لا هم تر څارنې لاندې دی.
رحیم سکندر چې پرون «د نومبر په ۶مه» یې په رسمي فیسبوک ادرس یو غزل، تر لاندې دوه کرښې او خپل انڅور نشر کړی؛ له ۱۳ اګست وروسته یې په فیسبوک کې دا لومړنی پوسټ ده.
د هغه پوسټ له ۲ نیم زرو زیاتو کسانو خوښ کړی. ۱۹ له نورو سره شریک کړی او څه کم ۱۵۰۰ کسانو پرې تبصرې کړې دي.
رحیم سکندر په خپل پوسټ کې لیکلي:
«پـخپل سـاده رنګ کـې بایللی شـرط ګټلـی مـې دی
دښـمـن مـې دومـره خـنـدولـی چـې وژلـی مـې دی

زۀ د هـغـو مـیـَنـو غـم کـې ډېـر وخـتـي شـریک یم
چـې یـې لـۀ یـار تـپوس کـوې، وایي شړلی مې دی
رقـیـب غـماز نه دی، دی هم، تۀ هم په یار میَن یې
تـۀ پـرېـږده بـلـه جـمـه* وکـړه، پـېـژنـدلـی مـې دی
خـالـي لـه مـا نـه پـه بـښـنـه دې تـکلـیـف نـۀ کـوي
چـې لـۀ غـروره رالـویـدلـی څـوک، بـښـلـی مـې دی

مونږ ته ګپ شپ کې سکندره دومره څۀ پاتې شول
بـس چې کوم ښکلي خوند را کړی، خندولی مې دی
*جمه: ګپ/ مجلس
یادونې یې په خیر کړې، ملګرو ویل چې دا عکس دې لۀ پوسټونو سره ښۀ لګي. وایي هغه بل هسې شای»

د نوموړي په پوسټ ډیرو لیکوالانو، شاعرانو او مشهورو ژورنالیستانو هم تبصرې کړې او د ازادي مبارکي یې ورکړې ده.
ځینو ورته لیکلي، چې: په ورکېدلو یې ډیر خفه وو او خدای دې د ورسېدلو تکلیفونو اجرونه ورکړي.
د هېواد مشهور شاعر پیرمحمد کاروان هم ورته لیکلي: «واو، سکندرګله پخیر راسې!»
د هغه په دې پوسټ ګڼو کسانو له خواخوږي ډکې تبصرې کړې، چې تاسې یې دلته لوستلی شئ: https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=3141424865967474&substory_index=0&id=100002999756198

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button