د اقتدار هوس/ انس حقاني

شاعر: انس حقاني 
شرف کړي هېر له انسان د خواهش بنګ ووهي
ړوند شي او کوڼ شي هغه، کوم زړه چې زنګ ووهي

منم چې درد به لري خو له حکمته ډک وي
ویده احساس ویښوي، چې ځنځیر شرنګ ووهي

چې یې په زړه کې نه وي، د محبت ښکلاوې
حسد یې نه پټیږي، که هرڅو رنګ ووهي

ځار دغیرت له ګزار، وار یي تاریخ جوړوي
عبرت شي هر بې ننګ ته، کوم سر چې ننګ ووهی

د عقل هوش یې لاړ شي،د جنون جوش پرې کیني
د اقتدار هوس چې، په هر چا چنګ ووهي

عرش ورته وخوځیږي، غضب څپې ووهي
چې دغرور په نظر څوک، خوار ملنګ ووهي

راشئ په دې عصر کې عجب مین وګورئ
د میني اور سره سر، لکه پتنګ ووهي

د تخیل اسمان کې، د هیلو ستوري شماري
انس خاموشه غوندې تیږې ته څنګ ووهي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button