له ملک الموت سره لومړۍ کتنه!

ليکوال: محمد وقايت الله (وقار)
بدن مې ورېږدي، د زړه هغه چټک حرکت مې چې په اسانۍ څه ته نه درېږي، هم ټکنی شي، د خولې خوند مې خرابه شي، نوره دنيا خو لاڅه کوئ چې له خپله ځانه مې هم زړه تور شي، دا هر څه دومره بې خونده او پيکه شي لکه څومره چې نورو خلکو ته خواږه او خوندور ښکاري، باور مو وشه کله چې دا فکر له ژور ايماني احساس سره واخلم، يو دم بدل شم، که د ډېرې خوښۍ محفل هم وي او د خوشالۍ داسې شېبې وي چې له کلونو کلونو ورته انتظار يم، بيا هم چې د مرګ نوم واورم او له ځان سره هغه تريخ حقيقت ته په رښتينولۍ قائل شم چې تر ما ډېر وګړي ورسره مخ شوي دي او تر ما به ډېر نور خلک ورسره مخ کېږي او زه به هم د يوه مخلوق په توګه ورته لبيک وايم، ډېر ووېرېږم او ډېر حيران شم، کله چې خپلو بې شمېره ګناهونو ته متوجه شم، هغه وعدې چې له الله تعالی سره مې کړي دي، رايادې کړم او د هغې په اړه مې کړي مخالفتونه هم په زړه شي، بيا نو د خفګان او پښېمانۍ په بېله نړۍ کې ننوځم، هلته چې له سختې يخنۍ د لويو څادرونو، پلنو جامو او ګرمو ځايونو لټون خلک کوي، زه چې بيا آزادې فضاء ته ولاړ شم؛ خو چې دغه احساس راسره وي بيا ډېر زر خوله شم او هغه ګرمي چې خلک ېې د بې شمېره مصارفو په ترسره کولو لاسته راوړی نه شي، په څو دقيقو کې په داسې حال کې لاسته راوړم چې د هغوی غوندې مصارف مې نه وي کړي؛ خو فقط د خپل عاقبت په اړه مې لږ سوچ رامهار کړی وي.
د دنيا بې وفايي خو له هغوی درک کړئ چې د ډېرو نعمتونو په لاسته راوړلو ېې خپل شيرين عمرونه ولګول او ددې په امېد چې يوه ورځ به د خپلو منډو ترړو سيوري ته کېني، يو دم له مخې لرې شول، ډېر وګړي به تاسو ليدلي وي چې د نوي کور د جوړولو، نوې وظيفې د پيدا کولو، مال او شتمنۍ د لاسته راوړلو، بېلابېلو هيلو ته د رسېدلو ارزو به لري؛ خو کله بې وفا ژوند ورته په داسې حال کې له خپل مخ څادر پورته کړي چې دوی د دغه هيلو د لاسته راوړلو په تکل وي، کله د ورته رسېدو په لاره کې ډېر نږدې شوي وي، کله ېې دا هر څه په برخه شوي وي؛ خو لا هم له هغې ستړيا ارام شوي نه وي چې د دغه امېدونو په لاسته راوړلو کې ېې ګاللې ده…
دا نو د دنيا د ژوند يو پټ راز دی، يو داسې راز چې هر ژوندی ېې په خبرو کې مني خو په عمل کې ترې په انکار بوخت دی، هغوی چې په ظلمونو اخته دي، د نورو حقوق خوري، نور په ناحقه وژني، د ظلم، فساد او بې لارۍ تاريخونه ېې جوړ کړي دي او لا هم د خدای تعالی او د هغه له مخلوق سره په جګړه اخته دي او په هيڅ ډول خپل غلط مسير ته نه ځير کېږي، دوی که څه هم په يوه دقيقه کې شپېته ځلې د مرګ خبره وکړي او په مرګ باندې خپل قناعت په ډاګه کړي؛ نو د دوی دا قناعت او دا اعتراف دواړه بې ځايه دي او دا په حقيقت کې هماغه خلک دي چې مرګ په خوله مني خو په زړه ترې منکر دي… او دا ډول خلک ډېر دي، له شمېر وتلي دي او زه او ته هم د همدې ډول خلکو يوه برخه يو، ځکه چې په بې لاريو سر يو او څه مو چې زړه غواړي هماغه کوو…
د اسلامي عقېدې په اساساتو کې په اخرت باندې عقېده ځای لري، ددې معنی همدا ده چې مرګ د اخرت د لومړني پل په توګه ومنل شي او مسلمان بايد په دې باور ولري چې د دنيا ژوند لنډ، تنګ او کم دی او حقيقي ژوند هغه دی چې هلته لنډوالی، تنګوالی او کموالی نه شته او هغه د اخرت ژوند دی… او له همدې کبله خو مسلمان په دنيا کې لکه د مسافر او يا د لارې د تېرېدونکي په څېر ژوند کوي.
کله چې يو مسلمان په دې باوري شي چې له ما سره د ذرې ذرې حساب کېږي او د وړې نېکۍ او وړې بدۍ بدله هم شته؛ نو هغه په هيڅ صورت دېته نه اماده کېږي چې د ګناه په لور دې نظر هم وکړي، د ګناه کول خو لا ډېره لرې خبره ده او کله چې انسان په دې يقين وکړي چې ما ته د ذرې ذرې نېکۍ ثواب هم شته هغه بيا لکه هوښيار تاجر تل په دې لټه کې وي چې د نېکۍ هيڅ فرصت له لاسه ورنه کړي او چې هر څنګه وي ځان د نېکۍ په ډګر کې تر نورو مخکې کړي او د بې حسابه نېکيو په ګټلو بريالی شي.
د مرګ راتګ او له ملک الموت سره ليدنه يو واقعيت دی او هيڅوک پرې سترګې پټولی نه شي، نه پوهېږم چې له ملک الموت سره به مې لومړۍ ليدنه په کوم ډول وي؟ وېره لرم، خدای مه کړه د ژوند ټولې خوارۍ مو هلته ضائع ثابتې نه شي، هسې نه په يوه داسې کار او وينا ومرم چې د ټول ژوند په بيه راته تمام شي او د ټول عمر کوښښونه راته له يوې مخې ختم کړي… خدای دې داسې حالت نه راولي او خدای تعالی دې په خپل فضل او رحمت زمونږ د ټولو حفاظت وکړي… تر وروستۍ سلګۍ په خپل حق دريځ پاتې کېدل او له ايمانې نور سره د برزخ ژوند ته داخلېدل په هغه سترو نعمتونو کې راځي چې سترګې ورپسې ړندې، غوږونه ورپسې کاڼه، زړه ورپسې بې ځايه او وجودونه ورپسې اوبه شول، مونږ خو هومره نه يو؛ خو د الله تعالی د پراخه رحمت غېږې ته پناه وړو او د فضل دعاء ترې کوو.
کله چې مرګ راياد شي، په ځان او هغوی مې زړه لا دردمند شي چې د مرګ په شتون کې بيا هم په داسې لارو روان دي چې په دوی وبال دي او د دوی د نجات کوم څرک پکې نه شته، کاش چې د يوې لحظې له پاره خو مو د سلفو صالحينو له يوې کيسې عبرت اخيستی وی، هلته چې: حضرت عمر بن عبد العزير رحمه الله يو ځل يوه ملګري ته وويل: ای فلانيه، ما بېګا ټوله شپه خوب نه دی کړی، د قبر او د قبر د اوسېدونکي په اړه مې فکر کاوه، ته که چېرته مړی له درې ورځو تېرېدو وروسته ووينې، نو له هغه به ووېرېږې، په داسې حال کې چې مخکې به دې ورسره ډېره مينه وه، ته به يو کور ووينې چې حشرات به پکې ګرځي، وينې زوې به پکې روانې وي، چينجي به ېې خوري، بوی به ېې تغيير کړی وي، کفن به ېې له کاره لوېدلی وي، دا په داسې حال کې چې په ژوند به ېې ښکلی شکل، خوشبويي او ښکلې جامې وې، عمر بن عبد العزيز رحمه الله په دې خبرو له ډېرې وېرې وشټېدو او بې هوښه راپرېوت.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button