ننګرهار کې د پولیسو په رنجر موټر چاودنې څلور پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

عزم(یکشنبه، ۳۰ لیندۍ ۱۳۹۹): له ننګرهار ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې د دغه ولایت بهسودو پل سره د پولیسو په یوه رنجر موټر چاودنه شوې.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فریدخان وایي چې چاودنه د مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې، چې له امله یې رنجر تخریب شوې، یو پولیس ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې نن لوګر کې طالبانو د ګرون الوتکې په توسط برید کړی چې په ترڅ کې یې یو تن ټپي شوی دی.

تر اوسه د دغو بریدونو مسئولیت چا په غاړه نه ده اخیستی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button