پوهیږي چې فنگر پرنټ څنګه رامنځته شو؟

د ګوتي نښې یا فنگر پرنټ مېتود په ۱۸۸۰م کال کي يعني ۱۴۱ کاله ترمخه انګریزي توکم پېژندونکي فرانسیس کالټن کشف کړ.
ده ویل په نړۍ کي د ټولو خلکو د ګوتې نښې فرق کوي او د هیڅ دوو کسانو د ګوتو نښې سره ورته نه دي ځکه نو له دې لارې کېدلی شي مجرمین په آساني سره وپېژندل
شي.
حال دا چي الله تعالی څوارلس سوه کاله دمخه په قرآن کریم کی د کفارو د هغې پوښتنې په بدل کې د دې څه یادونه کړې ده، چې ویل به یې کله چي انسانان مړه شي، ښخ کړل شي او هډوکي یې تجزیه شي؛ نو بیا څه ډول کېدای شي چې د قیامت په ورځ دې د دوی هډوکي بیرته سره راجمع شي.
الله ج د سُوۡرَةُ القِیَامَة په ۳ أو ۴ نمبر آیتونو کې د کفارو د دې پوښتنې په هکله فرمایي:
أَيَحْسَبُ ٱلْإِنسَٰنُ أَلَّن نَّجْمَعَ عِظَامَهُۥ
بَلَىٰ قَٰدِرِينَ عَلَىٰٓ أَن نُّسَوِّىَ بَنَانَهُۥ

ژباړه: ايا انسان دا انګېري چي موږ به د هغه هډوكي بیا راټول نشو کړاي؟
ولي نه، موږ خو آن د هغه د ګوتو د بند بند په سم جوړولو باندي قادر يوو.

طاهر پشتون

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button