ننګرهار کې له باڼس څخه د بېلابېلو توکو جوړېدل پیل شوي/انځورونه
عزم(دوشنبه، ۱۷، غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د باڼسو کرکېلې ښه پایله ورکړې ده او اوس ترې بېلابېل توکي جوړېږي.
د یاد ریاست مسوولین وايي، ننګرهار کې د ۲۵ مېرمنو په ګډون ۴۹ بزګران د باڼس توليد برخه کې کار کوي، چې شپږ نجاران باڼس څخه بېلابېل ډوله توکي جوړوي او بازار ته یې په وړ بيه وړاندې کوي.
د دوی په خبره، د باڼسونو د پانګونې د ودې او پراختیا پروژه «PIBBED»د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت او د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام« WEERDP» په مستقیمه مدیریت د سویلي اسيا د هېوادونو د سيمهييزې همکارۍ سازمان یا « SAARC»په مالي مرسته په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې پلې کېږي. «ننګرهار د باڼس کرلو او روزنې لپاره مناسبه ابُ هوا لري او په دې ولايت کې باڼس څخه د کورونو، خوازو، زينې، ټوکرۍ، مېزونو، ګلدانيو، الماريو، لاسي پکيو او نورو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي.»
افغانستان ته د باڼس ډېر لرګي له بهرنیو هېوادونو واردېږي، چې خلک ترې په بېلابېلو برخو کې ګټه اخلي. د چارو کارپوهان وايي، که په هېواد کې د باڼسو کرکېلې ته پام وشي، نو افغانستان به له دې اړخه پر ځان بسیا شي.