د ملي اردو سرتيری عيسی خان زندان ته ولېږل شو

کابل  (عزم جمعه ۱۲ چنګاښ) د افغانستان د ملي اردو هغه عسکر چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د ۲۰۱۵م کال د جون مياشتي ۲۴مه نېټه يې په ولسي جرګه دطالبانو د بريد پرمهال يې د ولسي خلکو په وژنه ځان د اتلولۍ مقام ته ورساوه تېره ورځ په کابل کې د يوه ترافيکي جرم له امله بندي شو.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې عیسی خان د یوې ترافیکي حادثې له امله چې یو کس په کې مړ دی؛ نيول شوی او پولیس د پېښې په هکله تحقیقات کوي.

د یادونې وړ ده چې عیسی خان په هغه موټر دغه ټرافیکي حادثه کړې چې د جنرال دوستم له خوا ورته ډالۍ شوی و.

esa-khan-23-620x330

طالبانو په د ملي شورا د بريد په لومړيو کې ويلي و چې په ياد بريد کې ددوی يوازې ملګری وژل شوی او پاتې نور يې خپلو مرکزونو ته ستانه شوي دي.
خو عيسی خان چې له بريد وروسته یې له خبريالانو پسې چيغې وهلې او د هغوی توجه يې ځان ته راجلبوله وويل چې طالبان ما وژلي او په يوه يوه مرمۍ مې له منځه وړي دي.
چې وروسته د عيسی دغه مصنوعي اتلولي په دولتي کچه ډېره وستايل شوه چې ولسمشر اشرف غني ورته يو کور هم په ډالۍ کې ورکړ.
د ځينې شننونکو په اند چې عيسی خان د هيڅ ډول ډالۍ او جايزې مستحق نه دی ځکه چې هيڅ داسې کره ثبوت نه شته چې عيسی خان دې بريد کوونکي طالبان وژلي وي،خو که چېرې بيا هم عيسی خان بريد کوونکي وژلي وي نو د همدې دفاع او وظيفې په خاطر دولت ورته معاش ورکوي.
د عیسی خان وروستي نیونه هم ګومان کيږي چې د يوه پټ استخباراتي پروګرام لاندې دی او دولت غواړي چې په پارلمان د بريد په اړه له عيسی خان نه رښتيني مالومات تر لاسه کړي .
د پوځي حقوقو له مخې که چېرته عيسی خان د ولسي او بې ګناه خلکو په وژنه تورن ثابت شي نو سزا به يې عمري بند او يا هم اعدام وي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button