فاریاب، دشيرین تګات څارنوال وژل شوی

دفاریاب ولایت دشيرین تګاب ولسوالۍ څارنوال په یوه چاودنه کي وژل شوی اوڅلور تنه نور ټپیان شوي دي.

دشیرین تګاب ولسوالۍ چارواکو ویلي، چي ماین دڅارنوال په موټر پسي نښلول شوی وو، چي نن سهار شاوخوا ۸ بجې هغه مهال وچاودیدو، چي څارنوال له کوره ددفتر په لوري روان وو.

راپورونه وايي، چي په چاودنه کي دشیرین تګاب ولسوالۍ دبرېښنا امر او درې نور کسان ټپیان شوي دي، چي ددوو تنو ټپونه ژور ښودل شوي دي.

په یوه بل خبر کي ویل شوي، چي دبدخشان ولایت په يمګان ولسوالۍ کي ۲۰ کمانډو عسکر وژل شوي دي.

طالبانو ویلي، چي تیره ورځ کمانډو عسکر دچورلکو په وسیله په دغې ولسوالۍ کي ښکته کړای شول، چي ورسره سخته جګړه پيل شوه او ۲۰ تنه ورڅخه ووژل شول، دطالبانو په وینا ، چي په سیمه کي یې ګڼ شمېر کمانډو عسکر کلابند کړي، چي چورلکي يې دخلاصولو کوښښ کوي، خو تراوسه پوري دکمانډو عسکرو دخلاصون هڅي بريالۍ شوي نه دي.

چارواکو هم ویلي، چي دوی دیمګان ولسوالۍ دنیولو لپاره عملیات پيل کړي، خو دتلفاتو په اړه يې څه ویلي نه دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button